ملګري ملتونه: افغانستان کې سخته لوږه او فقر بې مخینې دي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

په افغانستان کې روان فقر او لوږه په تېرو شلو کلونو کې بې مخینې دی.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې ماري الن مکګرورتي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د وضعیت وړاندوینه سخته ده.

د نوموړې په خبره همدا اوس هر څه مخ پر ځوړ دي او د خلکو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي.

د الن په خبره پیسو خپل ارزښت بایللی دی، بېکاري ډېره شوې ده، خلک نقدو پیسو ته لاسرسی نه لري، د خوړو او لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي، وچکالۍ خلک ځپلي دي، روغتیايي خدمات زیانمن شوي او د مرستندویو په مرستو کې کموالی راغلی دی.

نوموړې وایي په افغانستان کې له هرې خوا یو بشري ناورین روان دی او د ژمي په را رسېدو سره دا ناورین نور هم پراخېږي، نو له همدې امله مرستندویه بنسټونو او نړیوالو ملاتړو ته په کار ده چې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان ته د مرستې درېیمه ډالري کڅوړه رسېدلې او د افغانستان نړیوال بانک((AIB ته سپارل شوې ده.

د یاد بانک په خبره، د بشري مرستو دا درېیمه کڅوړه نولس اعشاریه دوه میلیونه امریکایي ډالر دي چې بازار ته په عرضې سره به د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ثبات کې مرسته وکړي.

یاد بانک ویلي چې دوی هڅه کوي د هېوادوالو د بېوزلۍ او ناچارۍ مخنیوي لپاره له اصولي او اسانه لارو چارو کار واخلي.

د افغانستان بانک ډاډ ورکړی دی چې د هېواد د بانکي نظام وضعیت به ښه او اسعاري اړتیاوې به ژر تر ژره حل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي