
ملګرو ملتونو په رسمي توګه د محمد اشرف غني نوم د ولسمشرانو له لېست لرې کړی دی.
د ملګرو ملتونو ادارې دا پرېکړه تازه کړې ده او ورسره جوخت یې د لومړۍ میرمنې په توګه د رولا غني نوم هم لرې کړی دی.
د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې همدا راز د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د حنیف اتمر نوم هم له خپل لېست لرې کړی دی خو په دغه اداره کې د افغانستان د دایمي استازولۍ په اړه یې هېڅ راز اقدام نه دی کړی.
دا اقدام وروسته تر هغه کېږي چې په وروستیو کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پر دایمي استازولۍ ناندرۍ رامنځ ته شوې، خو تر دې دمه نصیر احمد فایق د افغانستان استازیتوب کوي.