ملي امنیت ریاست: د داعش ډلې ډېری جنګیالي پاکستانیان دي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د هېواد د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج وایي چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخ دي او په وینا یې دا ډله نه شي کولی چې په هېواد کې خپلې ریښې وغځوي.

سراج زیاته کړې، چې د داعش ډلې ډېری جنګیالي پاکستانیان دي.

د نوموړي په خبره، چې طالبان سولې ته هیڅ اراده نه لري او په بېلو پلمو د جګړې دوام ته زمینه برابروي.

سراج همدا راز زیاتوي، چې دوی د سولې غوښتونکي دي او که چېرته طالبان جګړه غواړي نو دوی هم د دې ډلې د شومو موخو پر وړاندې مبارزې ته بشپړ چمتووالی لري.

سراج دغه راز د اووه زره طالب زندانیانو خوشې کېدو ته په اشارې وویل چې له افغان دولت سره بندي اووه زره طالب زندانیان به په هیڅ صورت خوشې نه شي.

په ورته وخت کې د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي عمر داوودزي ویلي چې پاکستاني پلاوي په کابل کې د خپل سفر په لړ کې له ګڼو افغان چارواکو سره کتلي دي.

د هغه په خبره په دې سفر کې تر ډېره دواړو لورو د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

داودزی وایي افغان او پاکستاني لوري توافق کړی دی چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د اړیکو د رغولو لپاره هڅې په کار دي او هوکړه شوې چې له سره به د اړیکو رغولو لپاره کار کېږي.

هغه په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړي.

عمر داودزی دا هم وايي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل د پاکستان او افغانستان دواړو په ګټه دي او پاکستان دا منلې چې با ثباته افغانستان یې په ګټه دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي