د طالبانو رهبر ملا هبت الله د لوی اختر په مناسبت یوه پیغام کي ټینګار کړی دی، چي د افغانستان د شخړي یوه سیاسي حل ته متعهد دی؛ خو هغه په خپل دغه پیغام کي د اختر په ورځو کي اوربند ته هیڅ اشاره نده کړې.
په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او یو شمېر سیمې یې نیولې دي، د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخند ټېنګار کړی چې هغوی د شخړې د سیاسي حل پلوي دي.
وسله والو طالبانو نن یکشنبه خپل مشر ته منسوب د اختر پیغام خپور کړی دی خو ویل شوي نه دي چې مشر یې چېرته دی او دا پیغام یې له کوم ځای څخه خپور کړی دی.
ملا هبت الله ته په دغه منسوب پیغام کې د نورو مسایلو تر څنګ، د افغانستان د روانې شخړې د حل په اړه هم خبرې شوي دي.
په پیغام کې راغلي دي چې طالبان په هیواد کې د سیاسي حل لارې جدي طرفدار دي او هر هغه فرصت چې د سولې او امن سبب کیږي، دوی به استفاده ترې کوي.
د طالبانو مشر په خپل پیغام کې دا ټېنګار کړی دی چې له خپل لوري د خبرو اترو له لارې د مسئلې حل ته ژمن دي او مقابل لوری یې د وخت په ضایع کولو تورن کړي دي.
په پيغام کې ویل شوي نه دي چې مقابل لوری څوک دي، خو همدا اوس په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې روانې دي.
افغان حکومت وايي چې طالبان د سولې په خبرو کې جدي نه دي او غواړي له نظامي لارې واک ته ورسیږي.
ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو ویلي دي چې طالبان د زور له لارې واک ته رسېدلای نشي او د افغانستان د روانې جګړې د ختم یوازینۍ لار سیاسي حل دی.