مرکزي بانک: د افغانۍ د ثبات ساتلو په موخه ۱۰ میلیون ډالر لیلاموو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان مرکزي بانک وایي، په پام کې ده چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ لس میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي.

یاد بانک زیاته کړې ده چې د افغانۍ ارزښت لوړولو په موخه ټاکل شوې ده چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د یوې داوطلبۍ په ترڅ کې لس میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي.

د افغانستان بانک څرګنده کړې ده چې په شرایطو برابر صرافان کولی شي په دې داوطلبي کې برخه واخلي.

دغه بانک څه موده وړاندې ویلي وو چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې بشردوستانه مرستې را روانې دي او دوی به د افغانۍ ارزښت ساتلو او لوړولو په موخه خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د افغانستان مرکزي بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې هیواد ته د بشردوستانه مرستو په لړ کې یو وار بیا ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر هیواد ته رسیدلې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي