محمد علي کلې څنګه په یو افسانوي شخصیت بدل شو؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د شفیق امیرزی راټولونه

له مسیر ورځپاڼې

هره ورځ داسې ژوند وکړه لکه د ژوند وروستۍ ورځ دې چې وې، ځکه آخر به یوه ورځ له دې نړۍ ځې، خو هیلې دې د تل پاتې ژوند لپاره وغوړوه نه د یوې ورځې د ژوند لپاره. که ذهن یو څه تصور کړي او زړه مې باور ورباندې وکړي ډاډه یم چې هغه څه ته رسېدلی شم.

د ۱۹۴۷ کال په جون میاشت کې د امریکا د کنتاکي ایالت په لیوزویل کې کاسیوس نومی تور پوستی ماشوم وزېږېد چې وروسته بیا د نړۍ د بوکس اسطوري اتل شو، کاسیوس په خپلو وړتیاوو او اتلولیو نړۍ حیرانه کړه.

پوهېږئ محمد علي څه شي بوکسر کړ؟

د هغه بایسکل چا غلا کړ او د دې لپاره چې له دوی قصد واخلي بوکس ته یې مخه کړه. هغه وخت ۱۲ کلن وو او د امریکا کنتاکي ایالت د لوییویل ښار په «کِشیوس مارسلوس کلي» کې اوسیده. د سوکوهنې په نړۍ کې د محمد علي معرفي کونکې جو مارتین کیسه کوي چې کلې په ژړا ماته راغی او قسم یې وخوړ چې د بایسکل غل به ښه و ډبوي.

جو مارتین د بې وزلې کورنۍ دا تور پوست ځوان په اصطلاح تر خپل سیوري لاندې ونیو. مارتن وايي: «دی تر ټولو ماشومانو زیات زحمتکش وو.» که څه هم چې د کلی د سوک ضربه هغه وخت دومره قوي نه وه خو ډیر ژر یې تیز حرکات زده کړل او ډير چټک شو. کلي یو زحمت کشه انسان و، هغه به ویل هره ورځ تمرین مې ستړی کوي، له هرې ورځې تمرین نفرت لرم خو بیا هم ځان ته وایم چې باید هره ورځ تمرین وکړم په ځان فشار راوړم په دې توګه به مې پاتې عمر د یوه اتل په توګه تېر کړی وي. هغه به ویل اتلان په سپورتځایونو کې نه زېږي، بلکې اتلان د زیار و زحمت تر شا پټ دي، اتلان له خپلو هیلو او رویاوو رازېږي، دوی پخپل مهارت او هنر کولی شي ځان ته د اتل لقب ورکړي. خو یو څه دي هغه تر مهارت هم ډير ارزښت لري، هغه شی اراده ده، څومره دې چې اراده پياوړې وه همدومره به اتلولی ته نږدې وې.

کلي د ۱۸ کالو په عمر په ۱۹۶۰ م کال کې په روم کې د المپیک په لوبو کې د ثقیل وزن اتل وګرځيد. ویل کیږي چې نوموړي خپل د سرو زرو مډال بیا وروسته د اوهایو سیند ته غورځولې وو ځکه چې دی د تور پوستانو سره د دوی د زوکړې په ښارونو کې توپیري چلند سخت په غوسه کړې وو. هغه د تبعیض او نژاد پرستۍ مخالف و، تل به یې انسانان سره مساوي ګڼل هغه به ویل، تاسې به له ما سره عادت شئ، زه چې هر څه یم د ځان لپاره یم، زما تور رنګ ستاسې لپاره نه دی، هغه زما لپاره دی، زما مذهب او دین په تاسې پورې څه لري؟ زه یو امریکايی یم نو دا مسله په چا پورې څه اړه لري مهمه دا ده چې زه یو انسان یم او ټولې نړۍ ته سوله خوښوم.

هغه ویل په دې ویاړ نه دی په کار چې څوک چا ته خدمت کوي څوک چا ته څه کوي هغه ویل تاسې چې په نړۍ کې هر کار کوی په نړۍ کې ستاسې د ژوند بدله او اجوره ده، تاسې اړیی چې په نړۍ کې د خپل ځای او اکسجن په بدل کې یو څه ورکړئ. هغه له سوکوهنې بهر یو فعال خوش خویه او تکړه ځوان و. هغه نه یوازې مینوال ډیر لرل بلکې ملګري یې هم پرېمانه و. له خپلو ملګرو سره یې له مینې او محبته ډک چلند کاوه.

تاسې ولې په هره خبره کې سپین سپین کوئ؟ تلویزیون کې سپین ویاندان خوښوئ، عسکر مو سپین خوښېږي، پیشو سپینه ګرځوئ، ناوې ته سپین کالې اغوندئ آن ستاسې تعصب له دې ښکاري چې سپینه ماڼئ وایی. خو په حقیقت کې تور او سپین یو دي د رنګ مسله مهمه نه ده. راځی پر یو بل افتخار وکړو، راځی یو بل وزغمو او یو بل ته درناوی وکړو.

اسلام ته د هغه د راګرځېدو اصلي علت د هغه ملګري و، د کلي څو ملګري تور پوستي، خو سپین پوستو مسلمانانو به له دوی سره هیڅ توپيري چلند نه کاوه، په یو جومات کې به سره ناست و، او په یوه کاسه به یې ډوډۍ خوړله دوی رنګ امتیاز نه ګاڼه همدې مسایلو پر علي هم اغیز وکړ. کلي ویل له تورپوستو کرکه مه کوئ، د رنګ له مخې له خلکو سره مینه او کرکه یوه ستره تېروتنه ده، د رنګ بڼه مهمه نه ده مهم ستاسې د فکر ډول دی چې که همداسې وي غلط یاست. هغه په ملګرتیا کې ټینګ سړی و، هغه به ویل دوستي او ملګرتیا په نړۍ کې د تعریف لپاره تر ټولو سخت شی ده. دا مسله او تعریف د نړۍ په هېڅ ښوونځي کې تاسې ته نه در ښيي که تاسې په دې اړه څه زده نه کړل نو پوه شئ چې هېڅ مو نه دي زده کړي.

کلی له ۱۰۸ لوبو څخه د ۱۰۰ تر ګټلو وروسته د اماتور بوکسنګ سره مخه ښه وکړه او په مسلکي توګه یې سوکوهنې ته ادامه ورکړه. د لوییویل ښار ۱۱ سپین پوستو سوداګرو په ګډه تصمیم ونیو څو ده ته د حرفوي سوکوهنې لار هواره کړي.

دې با استعداده بوکسر ته د یوه متکبر او ځان ستایونکي تن په توګه کتل کیدل. کلي به د سیالیو مخکې ځان «د تاریخ د بهترین او قوي بوکسر» په توګه یادوه او خپل حریف به یې مسخره کاو. کلي، د ۱۹۶۴م کال په فیبرورۍ میاشت کې د نړیوال اتل د کمربند د ترلاسه کولو له پاره د سني لیستون سره په خپله لومړۍ مسابقه کې ډیر کم پلویان درلودل. خو لیستون په شپږم راوند کې خپله ماته ومنله. کلي د مایکروفون له لارې په ډډ غږ چیغه کړه: «زه تر ټولو ستر یم».

نوموړي هماغه وخت د «امت اسلام» په نوم سازمان غړیتوب ترلاسه کړ چې مشري یې یوه فعال او د مدني حقونو یوه مدافع مالکوم ایکس کوله. ده خپل نوم د کاسیوس کلي نه محمد علي ته بدل کړ. هغه له ټولو خلکو وغوښتل چې له دې وروسته ده ته محمد علي ووايي، هغه ویل زه د ځان لپاره ژوند کوم نو تاسې اړ یی چې له ماسره عادت شئ ما ته به علي وایی او زما نامه ته به درناوی کوئ، کلي زما د قوم او ټبر نوم دی دا مې هم نه دی خوښ زه یو آزاد انسان یم خپل نوم او مذهت پخپله ځان ته ټاکم. کله چې محمد علي په ۱۹۶۸م کال کې د سمندري ځواک په برخه کې خدمت رد کړ نو نه یې یوازې د بوکس لایسنس له لاسه ورکړ بلکې د پنځوو کالو په بند هم محکوم شو. خو د نغدي جرمانې په ورکولو سره نوموړې په استثنايي توګه زندان ته لاړ نه شو.

محمد علي په خپلو بیانیو کې په ښکاره توګه د ویتنام پر جګړه سخت انتقادونه کول. هغه په نړۍ کې د امریکا پر مداخلو سختې نېوکې کولې، کلې ځکه د امریکا په پوځ کې دنده کول رد کړل چې هغه یې د انسانانو قاتلین ګڼل. ده به ویل زه یو سوک وهونکی یم خو نشم کولی چې قاتل وم، نه غواړم انسانان ووژنم. هغه به ویل زه یوازې په هغو جګړو کې ګډون کوم چې خدای او پیغمبر یې اعلان وکړي، د هېڅ بنده په اشاره او غوښتنه انسان نه وژنم او نه دا وړتیا لرم چې لاس مې د انسان په وینو سره کړم.

بوکس یوه مسابقه ده، یوه سیالۍ ده، جګړه نه ده، مبارزه او جګړه توپیر لري،په جګړه کې په راکټ، بم الوتکو مرمیو او نورو وژونکو وسایلو انسانان وژنې. د رنګ مبارزه تر ټولو خوندوره وي، هېچا ته زیان نه اړوم، خو جګړه وژل وژل وژل وژل دي، زه څوک نشم وژلی او زما وژنه نه خوښېږي آن له هغو کسانو سره هم مینه نه لرم چې انسانان وژني.

د ریچارد برتون او هنري فوندا په څير هنرمندانو او روشنفکرانو، همدا راز د هاليوډ هنرمندانو او لیکونکي ترومن کاپوتي په ګډه سره هڅې وکړې چې محمد علي بیرته د بوکس رینګ ته د تلو اجازه ترلاسه کړي. اجباري دمه درې کاله غځيده. د ۱۹۷۱م کال د مارچ په ۸ نیټه محمد علي په نیویارک کې د هغه وخت د نړیوال اتل جو فریزر سره په اصطلاح د «پیړۍ په سیالۍ» کې مخامخ شو. د سیالۍ خبرونه او راپورونه یې میلیونونو کسانو لیدل، فریزر د خپل وخت تر ټولو نامتو بوکسر و. دا مبارزه د لوبو د یوې سیالۍ ور اخوا وه. علي ته د فریزر برعکس د خپلو سیاسي فعالیتونو له امله د یوه امریکا ضد په سترګه کتل کیدل. د ۱۵ راونډونو وروسته فریزر د زیاتو پاینتونو د درلودو له امله پر علي بریالی شو.
بیا وروسته په ۱۹۷۵م کال کې علي وتوانید په مانیلا کې فریرز ته په څوارلسم راونډ کې ماته ورکړي.

خو محمد علي ډيرې نورې مسابقې ترسره کړي چې ساري یې نه لیدل کیږي. د مثال په توګه د «ځنګله د مبارزې» په نوم مسابقه کې محمد علي په ۱۹۷۴م کال کې په کنشاسا کې جورج فورمن ته د مبارزې بلنه ورکړه. فورمن تر هغه وخت کله شکست نه وو خوړلی او په زیاتره سیالیو کې یې خپل حریفان په یوه فني ګوزار یا «ناک اوت» له پښو غورځولي ول.

محمد علي په لومړیو راونډو کې د شا او خوا ۱۰۰ زره نندارچیانو په حضور کې فورمن د رینګ تر څنډو پورې محدود کړې و او بالاخره په اتم راونډ کې یې د ثقیل وزن لرونکی دغه بوکسر پر ځمکه را ګوزار کړ. علي په دې توګه په دویم ځل د نړیوال اتل لقب خپل کړ.

د ۱۹۸۱ م کال په پای کې د سوکوهنې په ډګر کې د ۴۰ کالو تیرولو وروسته محد علي د تریفور بیربیک څخه تر ماتې خوړولو وروسته له مسلکي بوکس لاس واخیست. دی هماغه وخت د پارکنسون په مرض اخته شو. د ژبې بندیدل، د بدن لړزیدل او په حرکاتو کې سستي نوموړي ته ښايي د هغو ګوزارونو له امله ور پیښ شوي ول چې د کالونو په اوږدو کې یې د سوکوهنې په سیالیو کې پر بدن خوړلي ول. په ۱۹۹۹م کال کې د اولمپیک کمیټې محمد علي ته د «پیړۍ د ورزشکار» لقب ور کړ.

ده په ۲۰۰۲م کال کې له افغانستان لیدنه وکړه څو د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته هغو ستونزو ته د نړیوالو پام واړول شي چې افغانان او افغانستان ورسره همدا اوس هم لاس او ګریوان دي. هغه د وخت له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل او نوموړي ملمستیا ورته وکړه، هغه له کرزي سره تر لیدو وورسته کابل ښار په بېلو سیمو کې وګرځيد ښوونځیو ته ولاړ، سپورت غالو ته ولاړ او په دې توګه یې دنړیوالو پام هغو بنسټیزو مسایلو ته راواړوه چې د افغانستان راتلونکې ته اړین و، زده کړه او سپورت هغه څه دي چې د نړۍ ملتونه یې د پرمختګ پر ګدۍ خېژولي.

محمد علي چې په لومړیو کې به یې خپله د بوکس په ډګر کې د خپلې برترۍ خبرې کولې، وروسته کارپوهانو په یوه خوله تائید کړه چې د ثقیل وزن بل هیڅ کوم باکسر دومره تیز او چټک نه وو لکه محمد علي چې په خپل عصر کې چټک وو د محمد علي کلې ویاند باب ګونل د نوموړي د مړینې په اړه توضیحات په دې ډول ورکړل: محمد علي د پارکنسون د ناروغۍ سره د ۳۲ کلنې مجادلې وروسته د ۷۴ کلنې په عمر د نړۍ سترګې پټې کړې.

د ثقیل وزن دا پخوانی سوک وهونکی د پنجشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د آریزونا ایالت د فونیکس ښار یوه روغتون ته د تنفسي ستونزې له امله ور وړل شوی وو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د نړۍ د وتلي افسانوي سوک وهونکي محمد علي کلي پر مړینې خواشینې څرګنده کړه. د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد علي کلي یوه پېژندل شوې څېره او د ورزش په ډګر کې د بې شمېره ویاړونو په ترلاسه کولو ځانګړی محبوبیت درلود. کرزي دغه سوک وهونکی د ښو اخلاقو خاوند، دینداره او په ټولنیز او سیاسي ژوند کې د لوړ انسانیت درلودونکی شخص بللی دی. هغه محمد علي کلي ته د جنت فردوس غوښتنه کړې ده

د امریکا پخواني ولسمشر اوباما او مېرمنې یې میشل اوباما هم د هغه پر مړینه خفګان څرګند کړی وو او زیاته کړې یې ده چې نړۍ خپل اتل بچی خاورو ته سپاري، هغه ویلي علي ته نړۍ غوره ځای و، هغه ته د نړۍ هر انسان قدر درلود، همداسې علي هم ټولې نړۍ او د نړۍ هر انسان ته قدر درلود. روح یې ښاده.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.