محسن داوړ: د کاکړ سر کې ژور ټپ و، ښکاري هغه وژل شوی – چپ نه پاتې کېږو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د پاکستان په پارلمان کې د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وایي، چې عثمان کاکړ پر سر د ژور زخم له امله مړ شوی دی.

نوموړی زیاتوي له دې ښکاري چې هغه وژل شوی دی.

بلخوا د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند سیاستوال یوسف کاکړ د هغه له مرګ څو شیبې وروسته اعلان وکړ چې خپل کور کې پرې برید شوی و، خو نور جزیات یې ورنکړل، او له پلویانو یې وغوښتل چې له زغم کار واخلي.

هیره دې نه وي چې عثمان کاکړ څه موده مخکې ویلي وو: ” د مرګ ګواښونه راته کیږي، که هر څه راباندې وشول استخباراتي ادارې یې مسؤلې دي.”

د یادونې ده چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني سناتور او وتلي پښتون سیاستوال عثمان کاکړ د سختو ټپونو له امله د کراچۍ په اغاخان روغتون کې نن ساه ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي ډاکتر سید عالم مسید د هغه د مړینې خبر تائید کړی دی او ویلي یې دي چې کاکړ نن د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

عثمان کاکړ تر ټپي کېدو وروسته لومړی د کوېټې یوه روغتون ته انتقال شو او له هغه وروسته په کوما حالت کې کراچۍ ته ولېږدول شو، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په اغاخان روغتون کې بستر و.

د کاکړ د ټپي کېدو او مړینې په هکله بېلابېل راپورونه ورکول شوي، خو تر اوسه یې په هکله دقیق معلومات نشته.

د عثمان کاکړ مړینې په لر او بر وطن کې خلک سخت غمجن کړي او په خپلو پیغامونو کې یې د پښتون قام د حقونو لپاره د هغه مبارزه ستایلې ده.

ګڼ شمېر افغان چارواکو او عامو خلکو د هغه مړینه یوه لویه ضایعه بللې او پر خپلو ټولنیزو رسنیو یې لیکلي چې هغه تل د حق غږ پورته کړی و.

عثمان کاکړ یو له هغو سیاستوالو څخه و چې په لر او بر یې زړه خوږېده او تل یې د پښتون د حق غوښتنې نارې وهلې او ټول ژوند یې د دغه ټبر د حق ترلاسه کولو لپاره په مبارزه کې تېر کړ.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي