فضلي: د کریکټ بورډ پرېکړه ستايم،نجیب یا نوین به د شل اووریز کریکټ لوبډلمشر وي

د افغانستان د کریکټ بورډ پخواني رئیس عزيز الله فضلي د کریکټ بورډ تازه پرېکړه ستايلې.

عزیزالله فضلي تر ٢٠١٩ز نړیوال جام وړاندې اصغر افغان د لوبډلمشرۍ څخه لېري کړ،رحمت شاه یې د ټیسټ،ګلبدین نایب د یو ورځنیو او راشدخان یې د شل اووریز کریکټ لوبډلمشران وټاکل،دده پر دې پرېکړې اصغر ، راشد او نبي سخت عکس العمل وښودی تر هغو یې مبارزه وکړه چې فضلي یې د چوکۍ څخه لېري کړ او اصغر خپل هدف (لوبډلمشري) ترلاسه کړ.

اوس هم کریکټ بورډ پرېکړه کړې چې حشمت به د ټیسټ او یوورځنیو لوبو لوبډلمشر وی،رحمت شاه به یې مرستیال وي همدارنګه د شل اووریز کریکټ لوبډلمشر لاهم ندی مالوم خو مرستیال به یې راشدخان وي.

عزیزالله فضلي دا پرېکړه ستایلې او لیکلي یې دي چې ماهم د چا سره شخصي عقده نه درلوده او هدف مې د افغانستان د کریکټ راتلونکی وو.

فضلي ليکي:

((د کرکټ لوبې مينه والو ؛

د افغانستان کرکټ بورډ رهبري او د بورډ غړو پرېکړه چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشرۍ کې يې بدلون راوست زه دا پريکړه ستايم .

نوي لوبډلمشر او معاونينو ته يې په خپلو ور سپارل شويو مسوليتونه کې برياوې غواړم .

ما د کرکټ بورډ ادارې د رياست په مهال هم له ځينو لوبغاړو سره کومه شخصي ستونزه نه درلوده، اوس يې هم نه لرم يواځې هدف مې دا وو چې لوبډله کې تکړه او مستحق ځوان لوبغاړو ته چانس ورکړم او کرکټ مو نوئ شي ځوان مستحق او خواري کښ لوبغاړي په کورني کرکټ کې سپين ږيري نشي او له کرکټ څخه يې زړه تور نشي .خو بدبختانه چې ځينې مغرضو کړيو او د وطن د ورزش مافيا او دښمنانو له لوري ستونزو سره مخ شوي وو .

اوس چې د کرکټ بورډ ادارې دا پريکړه کړئ د کرکټ مينه والو ته پکار ده چې ځوانان وستايي او د کرکټ لوبه هم په نړيوال ميدانونو او نړيوالو سيالانو سره لوبه د تکړه او مستحقو ځوانانو لوبه ده .

په پای کې د يادونې وړ ده چې د شل آوريزو سياليو لوبډلمشر ټاکل کيدو په تړاو هم دو لوبغاړي هر يو نجيب الله ځدران او نوين الحق څخه به يو تن به د شل آوريزو سياليو لوبډلمشر وټاکل شي ، ستاسو په آند د دوی تر منځ کوم لوبغاړئ د شل آوريزو سياليو لپاره غوره لوبډلمشر وي ؟))

وروستي مطالب