د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دوی ترکیې ته د دوست هېواد په سترګه ګوري او غواړي چې پیاوړې اړیکې ورسره ولري؛ خو د دغه هېواد پوځي حضور نشي منلی.
نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې دغه راز وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د ملا تېر دی او دوی غواړي چې افغانستان یوه قوي اردو ولري نو د وضعیت له ارامېدو سره به هغوی هم خپلو دندو ته را وغواړي.
نوموړي دغه راز د بیان ازادي په اړه ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې دوی د بیان ازادۍ، د اسلام په رڼا کې د ښځو او هېوادوالو بنسټیزو حقونو ته ژمن دي.
مجاهد هغه خبرونه رد کړل چې ګواکي د دوی له لوري ښځو ته په ځینې ادارو کې د کار اجازه نه ده ورکړل شوې؛ خو ټینګار یې کړی دی چې د یو میکانیزم له مخې به د ټولو ادارو ښځینه کارکوونکې هم بېرته خپلو دندو ته راوغوښتل شي.
هغه د هنرمندانو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغوی امن دي خو دا چې د کار اجازه به ورکړل شي او کنه، وروسته به تصمیم ونیول شي.