متقي: امریکا په ښکاره د افغانانو بشري حقونه نقضوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي یو ځل بیا پر نړۍ ځانګړې توګه پر امریکا غږ کړی دی چې د افغانستان مالي پانګه ازاده کړي.

نوموړي په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته ویلي چې امریکا په وروستیو بندیزونو سره په ښکاره د افغانانو بشري حقونه نقضوي او له ټول افغان ملت سره دښمني کوي.

متقي د غونډې پر ګډونوالو غږ کړی دی چې له امریکایي چارواکو غوښتنه وکړي چې د افغان ولس ځورول او افغان حکومت کمزوري کول د هېچا په ګټه نه دي.

هغه څرګنده کړې چې دا کار د دواړو هېوادونو د اړيکو له بهترۍ سره مرسته نه کوي، بلکې د امریکا حیثیت ته زيان رسوي او د کډوالۍ لړۍ پراخوي چې منفي اثرات یې ټولی نړۍ ته رسېږي.

نوموړي دغه راز د غونډې له ګډونوالو غوښتنه کړې ده چې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

هغه دغه راز ویلي، چې ا.ا به د افغانستان د کړکېچ عادلانه حل لارې په موندلو کې د اسلامي هېوادونو مشورې، غوښتنې او اندېښنې پر ورین تندي ومني.

متقي ټینګار کړی دی چې ا.ا د افغانانو د استازي په توګه، بشري حقونه، د ښځو حقونه او په دولت کې د ټولنې د مختلفو اقشارو د شخصیتونه مشارکت خپل مسوولیت بولي او په دې برخه کې شویو وعدو ته ژمن دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي