د افغانستان ا.ا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح الدین د ډیورنډ فرضي کرښې څخه د لیدنې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.
نوموړي په ننګرهار کې ګاونډیو هېوادونو ځانګړې توګه له پاکستان سره پر پوله د نظامیانو پر ښه چمتوالي او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
په همدې حال کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې له افغانستان سره پر کرښه د اغزن سیم پر سر رامنځته شوې ستونزه حل شوې ده.
رسنیو د یو لوړپوړي پاکستاني پلاوي په حواله خبر ورکړی دی چې له طالبانو سره وروستۍ رامنځته شوې ستونزه حل شوې ده او ټینګار شوی دی چې له دې وروسته به ټولې ستونزې د دواړو لوریو پر توافق د مذاکراتو له لارې حل کېږي.
د یادونې ده چې تېره ورځ قاري فصيح الدين فاتح ویلي، چې ښه ګاونډيتوب ته ژمن دي خو که چا يې پر خاوره تېری وکړ، نو پر وړاندې يې غلي نه پاتې کېږي.
نوموړي دا څرګندونې د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال کړې او هلته يې د امنيتي ځواکونو له چمتووالي له نږدې لیدنه کړې ده.
څو ورځې مخکې د ننګرهار د استخباراتو رياست له لوري د لعلپورې ولسوالۍ په پلوڅۍ سيمه کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د اغزن تار غځولو مخنیوی کړی و او اغزن تار هم افغان ځواکونو له ځان سره وړی و.
لوی درستيز قاري فصيح الدين فاتح، د ننګرهار والي مولوي محمد داوود مزمل او نورو مسوولينو د ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې د امنيتي ځواکونو چمتووالی له نږدې وکوت او هغوی يې خپلو مسووليتونو ته ځير کړل.
لوی درستيز قاري فصيح الدين ویلي اسلامي امارت ښه ګاونډيتوب، نېکو اړيکو او متقابلو همکاريو ته ژمن دی، خو که څوک یې پر خاوره تېری وکړي، پر وړاندې يې غلي نه پاتې کېږي، بيا به مسووليت د تېري کوونکي هېواد پر غاړه وي.