لیکنه: زاهد صدیقي
ډیر وخت اړتیا لیدل کېږي، چې خبریال په ژوندۍ بڼه د پېښې له ځای څخه مخاطبینو ته ریپوټ ورکړي.
لیدلي به مو وي چې له سټوډیو څخه د خبرونو د ویاند اړیکه له خبریال سره ټینګه وي او له هغه څخه د پېښې د تازه جزئیاتو غوښتنه کوي او خبریال هم د ویاند پوښتنو ته ځواب وایي.
یاده چاره ترډیره په راډیو کې معمول ده خو، ټلویزیوني خبریالان هم د اړتیا په وخت کې ورته چاره ترسه کوي. د ټلویزیون له لارې د ژوندیو پېښو د پوښښ لپاره د ثبت او ضبط ګرځنډه دستګاه (Outside Broadcast) ته اړتیا ده خو، بیړنیو حالاتو کې ګرځنډه موبایل هم ښه وسیله بلل کېږي.
په راډیو او ټلویزیون کې په ژوندۍ بڼه له ریپوټ ورکولو څخه موخه، مخاطبینو ته له پیښې څخه ژر تر ژره مالومات او جزئیات وړاندې کول دي.
د پېښې له ځای څخه په ژوندۍ بڼه ریپوټ څنګه وړاندې کوئ؟
ایا تر اوسه مو یاده چاره ترسره کړې ده؟
کوم ټکي په نظر کې نیسئ؟
که غواړئ په ښه او غوره توګه لایف ریپوټ وړاندې کړئ چې، د لیدونکو او اوریدونکو لپاره د منلو وړ وي نو یاد ټکې عملي کړئ:
څېړنه: کله چې تاسې غواړئ، ریپوټ ورکړئ نو لومړنيو مالوماتو ته اړتیا لرئ ترڅو مخاطبینو ته یې وړاندې کړئ. تاسې هغه مالوماتو ته اړتیا لرئ، چې په کې خبري عناصر لکه (څه، ولې، څنګه، څوک، چېرې، او څه وخت) ځواب شي.
د موضوع په اړه باید له چا څخه مالومات ترلاسه کړو؟
څوک د اړوندې موضوع د مالوماتو د راغونډولو په برخه کې له تاسې سره مرسته کولای شي؟ ښایي ستاسې د خبر د خونې همکاران له مسئولینو سره اړیکه ټینګه کړي او ځنې مالومات ترلاسه کړي او د پېښې ځای ته له رسیدو څخه مخکې د پېښې یو شمیر اړوند مالومات ترلاسه کړئ. یاده موضوع له تاسې سره د تازه جزئیاتو د راټولولو په برخه کې ډېره مرسته کوي.
وینا: هرڅه چې وینئ نو په واضح توګه یي بیان کړئ. نه زیات وي، نه کم. هیره دې نه وي، هر هغه څه چې په ژوندۍ بڼه وړاندې کوئ نو باید خبري ارزښت ولري.
فکر: کوم مالومات مو چې په بیړه ترلاسه کړې وي نو یوځل پرې فکر وکړئ، چې د موضوع په اړه ترلاسه شوي اړین او مهم ټکې په کې کوم دي، نو هماغه مهم ټکې د خبرو اترو په پیل کې بیان کړئ. هغه مالومات چې اړین او مهم نه وي نو د خبرو په پیل کې ترې ډډه وکړئ. که چېرې وخت ډېر و او ویاند له تاسې څخه د نورو جزئیاتو غوښتنه وکړه نو کولای شئ، هغه پاتې جزئیات چې خبري ارزښت یې لږ دی، وړاندې کړئ.
وخت: تاسې به هغه ټول ترلاسه شوي مالومات په یو وار ونه شئ ویلائ، نو هڅه وکړئ چې هغه څلور مهم ټکې، چې ستاسې له نظره ډېر مهم او اړین وي، په لږ وخت کې یي وړاندې کړئ. په ورته وخت کې د مهمو ټکو د وړاندې کولو په اړه ځان باوري کړئ. هڅه وکړئ چې د مالوماتو د وړاندې کولو لپاره وخت وټاکئ، چې ایا کولای شم دغه ځواب په ۳۰ ثانیو کې ورکړم؟ له ځان سره تمرین وکړئ ترڅو، د ټاکلې مودې او وخت سره جوخت پرمخ ولاړ شئ. خو دا اړین ټکی هم باید په نظر کې ونیول شي، چې د پوښتنې ځواب باید یوازې (هو او نه) نه وي.
تصویر او انځور: کوم عبارت باید وکارول شي، ترڅو پېښه یا واقعه د خلکو ژوند پورې وتړل شي؟ د خلکو ژوند پورې تړلې پېښه باید واضح او روښانه وي.
کوم جزئیات چې غواړئ وړاندې کړئ، څه دي؟ د شته جزئیاتو سربیره، بصري جزئیات هم اړین دي.
چېرې یاست؟ چاپیریال کې څه وینئ؟ څه پیښه شوي او وضعیت څه ډول دی؟ له پېښې څخه قوي او بشپړ تصویر وړاندې کول، ستاسې مرکه او ریپوټ نوره هم په زړه پورې کوي.
صداقت: د هغه څه په اړه چې پوهېږئ یا نه پوهېږئ، نو صادقه اوسئ. که د پوښتنې لپاره ځواب نه لرئ نو باید ووایاست چې، دا یوه ډېره ښه پوښتنه ده، خلک هم همدا وایي خو هغه څه چې زه ویلی شم هغه دا دی چې….
تمرین: هغه څه چې تاسې غوره او باوري کولای شي، هغه تمرین دی. انسان له ستونزو او تیروتنو خالي نه دی، که غلطي کوئ نو مه وېرېږئ خو دا هم ډېره اړینه ده چې خپلې غلطۍ اصلاح کړئ.
شخصیت: د پوښتنو د ځوابولو پرمهال خپل شخصیت څرګنډ کړئ. یعنې غږ مو باید انرژي ولري او په انرژۍ او ځواک خبرې وکړئ، یعنې که په کمزورې غږ خبرې وکړئ نو، مخاطبین به ستاسې له غږ څخه ستړي او خسته شي. ترډېره باید هڅه وشي، چې په وضاحت خبرې وکړئ.