قطر کې به نن د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې پیل شي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي به نن د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ او ورسره پلاوي سره په دوحه کې د بشپړو خبرو لړۍ پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وویل چې وېسټ به د دوو اونیو لپاره په دوحه کې پاتې شي.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې له طالبانو سره به د ترورېزم پرضد د مبارزې، له افغانستانه د امریکايي وګړو او هغو افغانانو چې ژوند یې هلته تر ګواښ لاندې دی د وتلو، د بشري مرستو او د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وشي.

طالبانو د دوحې د موافقې پر اساس ژمنه کړې چې د افغانستان په قلمرو کې به تروریستي ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

نننۍ کتنه داسې مهال پلان شوې چې د ا.ا هڅې پیل کړي دي څو نړیوال یې په رسمیت وپېژني.

د یادونې ده چې تېره ورځ
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې په دوحه کې به د امریکايي لوري سره د بندیزونو د لرې کولو، د دواړو هیوادنو پر اړیکو او د افغانستان سره د مرستو په اړه خبرې وشي.

امیرخان متقي زیاته کړې چې طالبان د دوحې تړون ته ژمن دي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد استعمال کړي.

نوموړی وایي چې ټول باید د هغو ډلو پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي چې په افغانستان کې سوله ګواښي

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي