قزاقستان کې د لاریونونو له امله اوختي زیانونه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

کار ګمارونکو په قزاقستان کې د لاریونونو له امله زیانونه ٩٢ میلیونه ډالر اټکل کړي دي.
د اسپوتنیک د راپور پر اساس، د قزاقستان د کار ګمارونکو ابتدایه خونې د محاسبو پر بنسټ، ټولټال اوختی زیان څلوېښت میلیاره ټنګه” شاوخوا ٩٢ میلیونه ډالر“ ښودلي دي.
د دې بیانې پر اساس، دغه زیانونه کې د استوګنې کورونه، ګرانبیه ماشینونو چور، تجهیزات او د کالیو انبارونه شامل دي.
د ویلو وړ ده، چې په قزاقستان کې د ٢٠٢٢م کال له پيل راهیسې پراخ لاریونونه پيل شول. وروسته د جامااوزن او آق تاو ښارونو اوسېدونکو، د مین قشلاق په سیمه کې د ګازو د بیې په دوه برابره کېدلو غوسه شول او لاریونونه نورو ښارونو ته وغزېدل.
وړاندې له دې قاسم جومارت توکایف، د قزاقستان ولسمشر د دغو لاریونو د دوام له امله فوق العاده وضعیت اعلان او ټينګار وکړ، چې د قزاقستان د وضعیت په خرابېدو به د عمومي امنیت لپاره، د جنورۍ له پنځمې تر نوولسمې په ګرځېدو راګرځېدو محدویتونه وضع کړي.
د قزاقستان ولسمشر د ملګرو ملتونو له پيمان څخه د مرستې د غوښتنې خبر ورکړی.
لاریون کوونکو په الماتي د دغه هېواد په ستر ښار کې د چهارشنبې په ورځ، د ولسمشر د استوګنې پر ځای برید سره، د نوموړي کور ته اور واچوه. همدارنګه د چهارشنبې ورځې په نښته کې، د قزاقستان اته سرتیري وژل شوي دي.