قزاقستان افغانستان ته د پنځه زره ټنه اوړو د ورکړې ژمنه کړې ده.
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرزان کازيخانوف د رییس الوزرا له مرستیال ملا برادر سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او نورو اړوندو مسایلو بحث شوی دی.
قزاقي لوري ډاډ ورکړی چې دوی تر خپلې وسې د افغانستان تر څنګ درېږي او بشري مرستو ته به ادامه ورکوي.
په دې لیدنه کې یرزان ملا برادر ته د پنځه زره ټنه اړو د مرستې سند هم ورکړی دی.
قزاقستان ویلي چې ژر به افغانستان ته د دغه اوړو د لېږد بهیر پیل شي.
د یادونې ده چې تېره ورځ ملا عبدالغني برادر په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د قزاقستان له ځانګړي استازي ټالګاټ کلیوف او په امریکا کې د دغه هېواد له سفیر یرزان کاروخانوف سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اړوندو موضوعاتو خبرې اترې شوې دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ا.ا او سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ راشه درشه ډېره شوې ده او پر مهمو اقتصادي موضوعاتو او دوه اړخیزو اړیکو یې یو بل سره بحثونه کړې دي.