قریشي: د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنې ته لېواله نه یو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي چې هېواد یې افغان چارو کې لاسوهنې سره هیڅ علاقه نه لري.

د جیو نیوز راپور ویلي، قریشي زیاته کړې چې پاکستان تل هڅه کړې ده چې افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي خو له دې سره سره ځینې هېوادونه او ځانګړې کړۍ ورباندې د نه همکارۍ تور پورې کوي.

قریشي زیاته کړې چې پاکستان د افغاني لوریو په ګډون له ټولو هېوادونو څخه غواړي چې په دغه هېواد کې د سولې د راتګ لپاره صادقانه هڅې وکړي.

هغه یو ځل بیا په دوحه کې د په ټپه ولاړو بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه هم کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې له سولې او ثبات سره مرسته کوي.

قریشي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نن د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح یو ځل بیا ویلي چې له طالبانو د پاکستان هر اړخیز ملاتړ پر خپل حال پاتې دی.

صالح زیاته کړې چې پاکستان هممهاله غواړي دوه کارونه مخته یوسي او هغه دا چې دا هېواد هم د طالبانو وسله وال ملاتړ کوي او هم د دې ډلې د ستراتیژیک ملاتړي په توګه هڅه کوي ځان نړۍ ته د سولې غوښتونکی وښیي.

نوموړي دغه راز ویلي چې که چېرته طالبانو سره د پاکستان وسله وال ملاتړ نه وي نو دا ډله شپږ میاشتې هم دوام نه شي پیدا کولی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي