قریشي:د پاکستان سیاست تغیر کړی، اوس موږ اقتصادي ګټو ته ګورو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د سولې ټینګېدو برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

قریشي دغه څرګندونې نن د انتالیا ناستې په څنډه کې د مصالحې شورا له رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پرمهال کړې دي.

قریشي ټینګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې د سیاسي حل لارې غوښتونکی دی او په وینا یې دغه هېواد په هېڅ صورت د پوځي حل لارې او د طالبانو د پوځي تسلط طرفدار نه دی.

د ملي مصالحې عالي شورا د معلوماتو په اساس قریشي ویلي چې د سیمې په اړه د پاکستان سیاست تغیر کړی دی او په وینا په سیمه کې اقتصادي ګټو ته ګوري او د افغانستان د سولې او ثبات سره هم مرسته کوي.

عبدالله د سولې برخه کې د پاکستان پر همکارۍ ټینګار کړی او په دې برخه کې د هغه هېواد رول مهم بللی دی.

یادونې ده چې عبدالله د انټالیا ډيپلوماسي مجمع په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره هم کتلي دي.

په دې کتنه کې جواد ظریف په افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان ستونزې نظامي حل نه لري.

نوموړي ویلي، چې سولې ته په رسېدو کې له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي