فېسبوک پر طالبانو بندیز لګوي

رنګین تجريدي ډیزاین
د فېسبوک اداره وایي چې دوی طالبانو ته د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري.
د دوی له خوا یا د دوی په ملاتړ د هر ډول محتوا خپرول پر فېسبوکپاڼو بند دي.
د دې ستر شرکت اداره وایي چې یوه ډله افغاني کارپوهان یې د طالبانو اړوندو محتواوو د څار او له منځه وړلو په موخه ګومارلي دي.
کلونه کېږي چې طالبان د خپلو خبرتیاوو او تبلیغاتو په موخه فېسبوک کاروي.
په افغانستان کې چټک سیاسي بدلونونه او د طالبانو برلاسي، د اطلاعاتو اړوند شرکتونه د دوی د محتواوو پر وړاندې د غبرګون په اړه د پرېکړې کولو په پار، په خورا کړکېجن دریځ کې درولي.
د فېسبوک یوه ویاند بي بي سي ته ویلي:
” د امریکا د قوانینو پر بنسټ طالبان ترهګر دي. او موږ د ګواښوونکو ډلو پر وړاندې د خپلو سیاستونو پر بنسټ؛ د هغوی فعالیت منعه کړی دی؛ نو ځکه د طالبانو هغه حسابونه چې د دوی له لوري یې مدیریت کېږي، له منځه وړو. د دوی هر ډول ستاینه، ملاتړ او استازیتوب مو منعه کړی دی”.
فېسبوک وايي چې دوی د دولتونو د رسمیت پېژندنې په اړه پرېکړه نه کوي، بلکې د ( مدني ټولنې مرجعیت) څاري.
دې شرکت په صراحت ویلي چې د طالبانو پر وړاندې خپل سیاست به، په خپلو ټولو پلتفرمونو او اپلېکېشنونو( فېسبوک، وټس اپ، انسټاګرام) کې پلی کوي.
د فېسبوک مسوولینو بي بي سي ته وویل چې د طالبانو اړوند د حسابونو په لیدو سره سم به یې پر وړاندې اقدام وکړي، سره له دې چې پخوا طالب مشرانو ډېری وخت ټویټر کاراوه.
سرچینه: بي بي سي
About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.