فضل الرحمن: د پاکستان دښمن افغانستان کې دی، پاکستان دې ځان وژغوري

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

په پاکستان کې د مذهبي او سیاسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمن پر پاکستاني چارواکو غږ کړی دی چې د افغانستان په اړه پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې که چېرته پاکستان دا کار ونه کړي نو داسې وخت راتلونکی دی چې په افغانستان کې به ټول وي خو پاکستان به نه وي.

هغه پرون ناوخته په پېښور کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې د کوم چا د نوم له اخیستو پرته ویلي چې د پاکستان دښمن په افغانستان کې دی خو پاکستان یې پر وړاندې کارنده اقدامات نه دي کړي.

نوموړي د عمران خان حکومت کمزوری بللی دی او په خبره یې، دا ډول کمزوري دولتونه د دې وړتیا نه لري چې له موجوده ننګونو بریالی راووځي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي طلوع تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د ډیریدو په هکله “مبالغه”کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د داعش په څیر ورانکاري عناصر او په افغانستان کې دننه ځینې ډلې چې ګټې یې په جګړې کې دي، د تاوتریخوالي په تازه پیښو کې لاس لري.

حمدالله محب  دقریشي دغو څرګندونو ته تند غبرګون وښوده.

محب ویلي، موږ پوهیږو چې طالبان څنګه او ولې ددې کار وړتیا پیدا کوي. قریشي یا خبر نه دی، یا نادان دی او د هغوی (طالبانو) سره یو لاس دی.

ده زیاته کړې ښایي قریشي دا هم رد کړي چې اسامه بن لادن د پاکستان نظامي قوماندانۍ سره نږدې وموندل شو.

بلخوا پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی افراسیاب خټک د قریشي مرکې ته په غبرګون کې په کنایې سره ویلي چې “ولې باید طالبان د بهرنیو چارو وزیر ته اړتیا ولري. هغوي وار د مخه یو لري. ”
هغه پخپل ټویټر کې لیکلي چې په افغانستان کې د پاکستان بې طرفي هیڅکله اعتبار نه درلود خو اوس دا ادعا هم ایسته واچول شوه.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان  د ملي امنیت دسلاکار ډاکتر حمدالله محب پر ټویټ کلک غبرګون ښودلی دي.

وزارت په افغانستان کې د اسلام آباد د لاس وهنو په هکله د حمدالله محب څرګندونې غندلې او بې بنسټه یې بللي.

دې وزارت چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان نقش په پراخه توګه منلی.

سرچینې زیاته کړې چې حمدالله محب د افغانستان د سولې په خبرو کې په پرمختګونو سترګې پټوي.

د یادونې وړ ده چې حمدالله محب د تیرکوچني اختر پر مهال په ننګرهار کې هم پر پاکستان کې تندې نیوکې کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا پرې اعتراض وکړ.

له دې وروسته داسې اوازې خپرې شوې چې پاکستان له حمدالله محب سره اړیکې پریکړې کړې دي.

خو محب ویلي وو، چې هغوی دې لومړی له ترهګرو سره اړیکې پرې کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي