د غوسې د کنټرول لارې چارې او تخنیکونه

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

لیکنه: هیريفورډ
ژباړه: غازي عابد
غوسه د ناخوښۍ او خفګان یو قوي احساس دی، چې له امله یې انسان تر یوه سخت حالته رسولی شي. غوسه د فکرونو، احساساتو او رویو له یو ځای کیدو څخه هم هغه وخت رامنځته کیږي چې کله د بدو حالاتو او یا د نورو د ناوړه کړنو ځیني شخص متاثره شي.
دلته د غوسې د کنټرول څو لارې چارې در ښييو:
۱- د ارام چل زده کړئ.
د ارام لپاره ډیر تخنیکونه دي، لکه ژوره ساه اخیستل، ښه تصور کول، یو څو شیبو لپاره بیخي چوپ کیدل. همداراز کیدای شي لږ قدم ووهئ، سخت کار یا وزن څو شیبو لپاره پریږدئ…
۲- د ستونزې حلول.
ځیني وخت غوسه او قهریدل زموږ په ژوند کې رښتیني او نه ایساریدونکي ننګونه شي. په دغسې مهال که له ځانه سره ووایو چې زما په غوسه به څه ستونزه حل شي؟ که غوسه وشي او که ونه شي، څه پایله نه لري، نو ځکه غوره ده چې د غوسې پر ځای یې پر حل لاره فکر او پام وکړم. دغسې مهال به دې غوسه هم نه وي کړي، زیانمن شوي به هم نه یاست او حل لاره به مو هم موندلي وي.
۳- ښه تفاهم کول.
اکثره وخت موږ په ځینو شیانو کې موافق نه یوو او د نه موافقې له امله غوسه کوو. کیدای شي یو لامل یې دا وي چې د مقابل خبره سمه نه وي درک شوي او اوریدل شوي او د غوسې لامل شوي وي، یا دې داسې کار کړی وي چې د غوسې لامل شوي مو وي، نو ښه ده چې ښه مفاهمه او خبرې اترې سره وکړئ، لکه ښه غوږ نیول، فکر کول او په سم ډول سره په هر ډول موضوعاتو او مسایلو نظرو تبادله کول، مو د غوسې د نه کولو لامل کیږي او هر څه حلیږي.
۴- خوشطبعي او ټوکه کول.
کله چې غوسې ته نیږدې شوۍ او یا غوسه شوۍ، ښه ده چې هڅه وکړئ څو داسې څه ووایئ چې طبعیت مو خوشحاله کړي. مثلاً ټوکه وکړئ او له نورو سره د ساعت تیرۍ خبرې وکړئ. کله چې خاندې او خوشحاله یې، غوسه درباندې نه شي کامیابیدلی، ځکه ستا مخ د غوسې پر ځای خندا نیولی وي. غوره به وي، هر څه جدي ونه اخلئ او ټوکې وکړئ.
۵- محیط یا ځای مو بدل کړئ.
که پوهیږئ په یوه ځای کې غوسه کیږئ، نو هڅه وکړئ چې له هغه ځایه او خلکو لرې ولاړ شئ. کله چې لاړ شئ، د محیط په بدلیدو او د پام په اوړیدو سره چې بیا راګرځئ، هغه پخوانۍ غوسه به مو نه وي او فکر به مو بدل شوی وي.