"غله انډیا" فلم د هند په تعلیمي سیستم کې د فساد کیسې راسپړي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د هندي سینما نوموتی ستوری عمران هاشمي دا ځل هندوستان په ښوونیز سیستم کې د فساد په موضوع فلم جوړوي.
د هندوستان ټایمز په حواله، دا فلم چې غله انډیا یا Cheat India نومیږي، د هندوستان د تعلیمي سیستم په داخل کې د رشوت، جنسي زورونې او د فساد اړوند ټولې معاملې تصویروي.
عمران هاشمي چيټ انډیا فلم د خپل سینمايي فعالیت په برخه کې تر ټولو نوی او په زړه پورې بولي.
هغه زیاتوي، “د فلم نوم او متن خورا ډیر قوي دی. په خپل سینمايي ژوند کې مې، چې څومره کیسې او موضوعات فلم کړي، دا پکې تر ټولو جالب او په زړه پورې دی.”
غله انډیا یا چیټ انډیا فلم د سومیک سن له لوري ډاریکټ کیږي، چې د عمران هاشمي فلم پروډکشن او ټي سیریز له لورې په ګډه خپریږي.
د فلم ډاریکټر سومیک سن وايي، چې دا فلم د هندوستان د هر زده کوونکی لپاره دی او د هغوې سره به مرسته وکړي، چې څنګه په علمي او له سیالۍ ډک ماحول کې مخ ته ولاړ شي. غله انډیا فلم سره د نن دور د هر ځوان ژوند تړلی دی.”
دا فلم به د 2019 کال په فبروري کې خپور شي.
د عمران هاشمي وروستی فلم بادشاه هو و، چې د اجي دیوګن سره یوځای پکې تیر سیپټمبر راڅرګند شو. د ۲۰۱۸ کال لپاره نوموړی دوه فلمونه – کیپتان نواب او ټایکرز – په پلان کې لري.
عمران هاشمي چې په عیاشو او له رومانس څخه په ډک فلمونو کې د کار کولو له امله مشهور دی، اوس د فلم د موضوعاتو په برخه کې خورا ډیر دقت کوي.