د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي که نړۍ غواړي چې د افغانستان له لوري د کډوالو له بحران سره مخ نه شي، نو باید له دغه هېواد سره اقتصادي مرستې ډېرې کړي.
عمران خان د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره خبرو کې ویلي، چې نړۍ باید د طالبانو له حکومت سره خبرې پيل کړي او له دغه حکومت سره دې یوې پایلې ته ورسېږي.
دده په وینا که نړیواله ټولنه په افغانستان کې اقتصادي همکارۍ ډېرې نه کړي نو، د امنیت راتګ به له خنډ سره مخ شي او نړیوال به د کډوالو له یوې بلې څپې سره مخ شي.
هغه پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې له افغانستان سره دې اقتصادي مرستې پيل کړي.
بلخوا ټاکل شوې چې د روانې میاشتې پر دیارلسمه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري یو نړیوال کنفرانس جوړ شي او په هغه کې به د مرستو د راټولو لپاره بحثونه کېږي.
په ورته وخت کې اروپايي ټولنه وایي افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په لټه کې دي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، دوی د طالبانو ژمنو ته نه، بلکې کړنو ته په کتو پرېکړه کوي.
دده په خبره دوی ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې ترهګري د تل لپاره ختمه شي او طالبان د ښځو او اقلیتونو حقونو ته په رښتینې مانا درناوی وکړي.
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د خلکو له ناوړه اقتصادي وضعیت خبر دي او په دې لټه کې دي چې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ورسوي.
د نوموړي په خبره د کابل د هوايي ډګر له فعالېدو سره سم به خپلې مرستې هم پيل کړي.