د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د مداخلو پلوی نه دی.
نوموړي د پارلمان یوې غونډې او په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې امریکا ترې غواړي څو د سولې په موخه پر طالبانو فشار راولي خو په وینا یې دوی ددې کار وړتیا نه لري.
هغه ویلي په پاکستان کې یوازې د طالب مشرانو کورنۍ دي چې دوی یې د کورنۍ غړي نه شي زنداني کولی.
عمران خان زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سولې پلویان دي او ددې غوښتونکي دي چې په دغه هېواد کې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي.
د نوموړي په وینا په افغانستان کې د هېڅ ډلې او لوري ملاتړ نه کوي او نه هم په دغه هېواد کې د کومې ستراتژيکې ګټې په لټه کې دي، خو غواړي افغانان په خپلو کې سره کېني او روانې جګړې پای ته ورسوي.
د عمران خان په خبره دوی هغه څه غواړي چې افغانان یې ځان ته غواړي او پاکستان په دې برخه کې مرسته ورسره کوي.
عمران خان تر دې وړاندې هم دغه ډول څرګندونې کړې دي، خو افغان حکومت په دې باور دی چې پاکستان د سولې په مسئله کې دوه مخی چلند کوي او په هېواد کې د روانې جګړې تر شا دی.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي وه چې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي.
شیخ رشید ادعا کړې وه چې ګواکي د پاکستاني طالبانو په ګډون ځینې ډلې د پاکستان ضد فعالیتونه ترسره کوي او طالبان یې باید مخه ونیسي.
شیخ رشید زیاته کړې وه چې طالبان دې د پاکستاني طالبانو تحريک ته هم اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې په استفادې د پاکستان پر ضد اقدام وکړي.
افغان چارواکي پرله پسې وایي چې پاکستان طالبان پخپل موټي کې نیولي او افغانستان کې ېې د خپلو ګټو لپاره کاروي.
بلخوا پاکستان په حکومتي کچه د طالبانو سره د ملاتړ تورونه ردوي او وایي افغانستان کې د هیڅ یوې ځانګړې ډلې طرفداري نه کوي.
خو په دې وروستیو کې چې امریکا افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو اعلان کړی نو د بیلابیلو لارو څخه پاکستان نه د طالبانو په ملاتړ د غږونو پورته کېدو بهیر زیات چټک شوی دی.
افغان حکومت بیا تل ټینګار کوي چې پاکستان له طالبانو سره ژورې اړیکې لري او ملاتړ یې کوي.