عمران خان: د نجونو پر زده کړو او کار د طالبانو بندیز د افغانستان کلتوري موضوع ده

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د کارنده مبارزې لپاره یو پياوړی حکومت اړین بللی دی.

نوموړي په افغانستان کې د داعش ډلې ګواښ ته په اشارې ویلي چې د دغې ډلې مخنیوي لپاره افغانستان یو پیاوړي حکومت ته اړتیا لري.

عمران خان دغه راز خبرداری ورکړی دی چې که د افغانستان اوسني ناوړه بشري وضعیت مخنیوي لپاره بېړنۍ ګامونه پورته نه ‌شي، په دغه هېواد کې به ګډوډي رامنځته شي چې په خبره یې، د هېچا په ګټه به نه‌ وي.

هغه همدارنګه څرګنده کړې ده، چې افغانستان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او څو پورې چې په دې اړه شرطونه له منځه لاړ نه شي، افغانستان ته به مرستې ونه رسیږي.

نوموړي د نجونو پر زده کړو او د ښځو په کار د طالبانو بندیز د افغانستان کلتوري موضوع بللې ده.

د یادونې ده چې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان ویلي تمه لري چې د افغانستان په اړه د هېوادونو ترمنځ همغږي ډېره شي.

ددغه سازمان چارواکو د غونډې تر پیل مخکې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی تمه لري چې اسلامي هېوادونه له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې همکاري ولري.

د سرچینې په خبره د اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې په افغانستان کې د میلیونونه انسانانو ژوند وژغوري او له دوی سره پر وخت همکاري وکړي.

دوی همدا راز ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه باید د اسلامي هېوادونو همغږي نوره هم پیاوړې شي او له دغه هېواد سره د پراخو مرستو ژمنه وکړي.

هېره دې نه وي چې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان خپله اوولسمه غونډه نن په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه جوړه کړې ده.

امریکا هم ددې غونډې هرکلی کړی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي