علي وزیر: د ظلم پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوم

سپینه تجريدي ډیزاین

د پاکستاني پارلمان او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر ویلي چې که په زندان کې وي او که له زندانه بهر نو دی به د خپلو خلکو لپاره د حق غوښتنې چیغې وهي.

نوموړي زیاته کړې چې تر څو پورې د پښتنو پر وړاندې ظلم او ناانصافي روانه وي، دی به هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

علي وزیر چې په ضمانت له بنده را خوشې شوی دی پر یو سیاسي ګوند د پښتون ژغورنې غورځنګ د بدلېدو په اړه وایي چې که څه هم تر اوسه پورې له ده سره په دې اړه ډېرې خبرې نه دي شوې خو ټینګار کوي چې دی به د هغه لوري ملګری وي په کوم کې چې د پښتنو د خیر ښېګڼې امکان ډېر وي.

د ویلو ده چې علي وزیر د ناروغۍ له امله او د پاکستان پارلمان کې د بودجې د بحث لپاره د پاکستان له کراچۍ زندان څخه د څو ورځو لپاره په ضمانت را خوشې شوی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ د عوامي نیشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان ویلي چې په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو موجودیت په اړه د پاکستاني دولت ادعا د پاکستان د هغې پالیسي برخه ده چې د خپل ځان د سپیناوي لپاره یې تعقیبوي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې د افغانستان په اړه د پاکستان زهرجنې پالیسي د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د نسلونو ژوند برباد کړی دی.

ایمل ولي خان څرګنده کړې چې دوی د پاکستان په خبرو نه غولېږي، دوی سپینه خبره کوي او هغه دا ده چې په افغانستان کې هیڅ کورنۍ جګړه نه شته، څه چې روان دي هغه د پاکستان مداخله ده.

ایمل ولي خان دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې پاکستان په دې وروستیو کې ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان هسته په افغانستان کې ده او له هغه ځایه د پاکستان ضد کړنې ترسره کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي