
د ا.ا.ا وایي دوی د موقتي دورې لپاره د وروستي پادشاه محمد ظاهر شاه اساسي قانون نافذوي.
د ا.ا.ا د عدلیې سرپرست وزیر د چین له سفیر وانګ یو سره د لیدنې پر مهال ویلي، دوی ټولو هغه قوانینو ته درناوی لري چې د دوی له اصولو او شریعت سره په ټکر کې نه وي.
د عدلیې وزارت پر رسمي فیسبوک پاڼه په همدې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې د عدلیې د سرپرست وزیر له قوله راغلي، دوی د پادشاه محمد ظاهر شاه اساسي قانون د نوې موقتې دورې لپاره نافذوي؛ خو هغه موارد یې ترې لرې کوي چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په موقته دوره کې د محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون نافذ کړی و او اوس طالبان هم غواړي د موقتې دورې لپاره له دې قانون استفاده وکړي.
د عدلیې سرپرست وزیر دغه راز ویلي دوی ټول هغه قوانین مني او عملي کوي یې چې د دوی له اصولو سره په ټکر کې نه دي او د اتباعو حقوق خوندي کوي.
د چین سفیر یو ځل بیا په دې لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د افغانستان تر څنګ درېږي او خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي.