د ملي مصالحې عالي شورا له لوري د افغان سولې په تړاو د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا کنفرانس کې ډاکټر عبدالله عبدالله د سیمې د هېوادونو له استازو او نړیوالې ټولنې سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
نوموړي په دې کنفرانس کې ویلي د امریکا له دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د سولې پر مسئله بیا کتنه کوي، خو تر څنګ یې له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو هم غواړي چې د سولې لپاره پر طالبانو فشار ډېر کړي.
د نوموړي په وینا افغانستان ته د سولې یو بې مخینې فرصت راغلی دی او طالبانو ته په کار ده چې دا فرصت ضایع نه کړي او بین الافغاني خبرو ته ادامه ورکړي.
عبدالله داسې مهال دا غوښتنه کوي چې تېر ماښام په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ په یوه ټویټ پیغام کې ویلي چې تېر ماښام د بين الافغاني مذاکراتو د دواړو هيئوتونو د مشرانو او ځينو غړيو تر منځ په ښه فضاء كې ناسته تر سره شوه.
نوموړي زیاته کړې په دې غونډه کې د مذاکراتو پر دوام ټينګار وشو.
د نعیم په وینا دغه راز په دې ناسته کې د اجنډا د موضوعاتو د ترتيب لپاره ټاکل شويو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ور کړي.
په ورته مهال د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم د دې خبر پخلی کړی.
یاد وزارت ویلي چې نن ماښام د بین الافغاني مذاکراتو دواړو پلاویو د مشرانو او ځینو غړیو تر منځ په ناسته کې د مذاکراتو پر دوام ټینګار وشو او دغه راز د اجنډا موضوعاتو د ترتیب لپاره ټاکل شویو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.
د یادونې ده چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د افغان او طالب پلاوو ترمنځ د قطر په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې ځنډېدلې وې.
په ټولنیزو رسنیو کې هم عامو افغانانو نننۍ ناستې ته هیله مندي ښودلې.
دوی له دواړو لوریو غوښتنه کړې چې د سولې د خبرو پر دوام دې لومړی اوربند وکړي څو روانه جګړه بنده شي.