د ا.ا.ا د امريکا د ولسمشر جوبایډن هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې ګواکې افغانستان د يووالي وړتيا نه لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، ویشلي ملتونه نه بلکې یواځې متحد ملتونه کولای شي د یرغلګرو او امپرتوریو د زوال سبب وګرځي.
بلخي ویلي د اشغال له پای ته رسېدو وروسته، اسلامي امارت په لږو سرچينو او کم وخت سرتاسري امنيت ټينګ، او ولس يې سره متحد کړ.
د ده په خبره نفاق یوه بهرنۍ پدیده ده چې یرغلګرو د خپلې بقا لپاره هغې ته لمن وهلې خو مقابل کې یې افغانانو د ګډې اسلامي عقیدې، مشترکو تاریخي ویاړونو پر مټ یرغلګر له ماتې سره مخ او اوس د سیال ملت کېدو لپاره ګامونه اخلي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپلې ولسمشرۍ د لومړۍ کلیزې په اړه د وینا پر مهال ویلي، چې افغانان یو متحد ملت نشي جوړېدای او د یوه واحد حکومت تر چتر لاندې نشي راتلی، نو ځکه په دې هېواد کې د امریکا حضور بې ګټې و.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان په اړه یې پرېکړه پر ځای او اړینه وه.
جو بایډن ویلي، چې د افغانستان په اړه یې پرېکړه پر ځای وه او د بښنې غوښتلو ته اړتیا نه لري.
دده په وینا امریکا هره اونۍ میلیونونه ډالر په افغانستان کې لګول، خو په بدل کې یې یوازې جسدونه د امریکایانو کورونو ته رالېږل کېدل.
هغه همدا راز وایي چې اوس په افغانستان کې وضعیت خراب دی، خو مسوول یې ددغه هېواد نوی حکومت دی او امریکا ورسره هېڅ راز همکاري نه شي کولی.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې وضعیت خراب دی او ستونزې لري، نو مسوولیت خو یې پر امریکا نه دی.