طالبان: له امریکا، ترکیې او قطر سره د استانبول غونډه کې د ګډون لپاره په خبرو بوخت یو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

طالبان وايي، استازي یې له امریکا، ترکیې او قطر سره په خبرو بوخت دي، څو د استانبول او د افغانستان د سولې په اړه راتلونکو غونډو کې د ګډون په اړه یوې پایلې ته ورسېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، که د دوی اندېښنې ځواب شي، د افغانستان د سولې لپاره له هر جوړ شوي فرصته ګټه اخلي.

هغه زیاته کړې چې اوس هم خبرې روانې دي او تېره ورځ هم ناستې شوي او کېدای شي راتلونکې کې هم وشي.

ټاکل شوې وه چې د استانبول غونډه د اپریل په ۲۴مه ترسره شي، خو اندېښنې پر دې دي چې کېدای شي یو ځل بیا دا غونډه له ټاکل شوې نېټې وځنډېږي، ځکه د دې ناستې یو مهم لوری چې طالبان دي، لا یې خپله وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

بل خوا پاکستان وایي طالبانو ته په کار ده چې د افغان سولې په پروسه کې ښکېل پاتې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې رویټرز اژانس ته ویلي، سره له دې چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې ځنډ د لوجستیکي مسایلو له امله دی، نو طالبانو ته په کار ده چې نرمښت وښيي ځکه دوی خپلو موخو ته رسېدلي دي او بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې دي.

د قریشي په وینا، طالبان دې د خپل هېواد د ګټو لپاره د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل ګډون ته ادامه ورکړي ځکه افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده.ع

قریشي دا هم وایي چې طالبان په خپلو پرېکړو کې خپلواک دي خو پاکستان کولی شي دوی د سولې اړوندو کنفرانسونو کې د ګډون لپاره وهڅوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي