طالبان: قزاقستان دې ‌خپله ستونزه له سوله ییزې لارې حل کړي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د ا.ا.ا په قزاقستان کې له سوله ییزې لارې د رامنځته شوې پراخې ګډوډۍ پر حل ټینګار کړی دی.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې افغانستان په قزاقستان کې روان وضعیت له نږدې څاري او د یوه نږدې ګاونډي او سوداګريز شريک هېواد په توګه هلته د وروستیو نا ارامیو په اړه اندېښمن دی.

سرچينه زياتوي د قزاقستان له حکومت او لاريون‌ کوونکو څخه یې هیله کوي چې شته ستونزې د خبرو او سوله‌ ييزو لارو حل کړي.

د طالبانو په وينا، دوی په سیمه کې امنيت او سياسي ثبات د اقتصادي ودې، سوداګرۍ او د ولسونو د نیکمرغه ژوند لپاره اساسي شرط بولي.

په قزاقستان کې د نفتو له ګرانیدو سره زرګونه لاریون کوونکو د ولسمشر دفتر ته اور اچولی او حکومت یې له منځه وړی.

روسیه او د دغه هېواد د حکومت نور متحدين دغه وضعيت انديښمن کړي او د بېړني حل هڅې یې پیل کړي دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي