طالبان وايي، ترڅو چې بهرني ځواکونه له هېواد څخه نه وي وتلي، د افغانستان په هکله په هېڅ ناسته کې ګډون نه کوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم د سه شنبې په شپه پر خپل ټویټر لیکلي، «اسلامي امارت د اسلام د مقدس دين له مخې خپل کارونه په مشورو سره کوي، د مشورو په نتيجه کې چې کومه پريکړه وشي د هغې له مخې تصميم نيسي.»
د طالبانو له دې اعلان څخه څو ساعته مخکې امریکايي رسنو خبر ورکړ چې ولسمشر جو بایډن غواړي چې له افغانستانه ټول پوځیان پر امریکا د تروریستي حملې په شلمه کالیزه وباسي.
یوه امریکايي چارواکي پرون وویل، بایډن غواړي چې د مې له لومړۍ وروسته، چې د ټرمپ د حکومت او طالبانو د موافقې پر اساس له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه، خپل پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.
دغه امریکايي چارواکي، چې هیڅ رسنۍ یې نوم نه دی څرګند کړی، ویلي«موږ افغانستان ته لاړو چې هغو کسانو ته سزا ورکړو چې د سپټمبر په یوولسمه یې پر موږ حمله وکړه او په افغانستان کې د تروریستانو ځالې ویجاړې کړو.»
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور پر اساس، ولسمشر بایډن به له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو نوې نېټه، چې د سپټمبر یوولسمه ده، ژر اعلان کړي.
امریکايي رسنۍ وايي چې بایډن به د ځواکونو د ایستلو نوې پرېکړه نن (چهارشنبه) اعلان کړي.
هممهاله د سرتېرو د ایستلو په اړه د بایډن د ادارې نوې پرېکړه د امریکایي سناتورانو له غبرګون سره مخ شوې ده.
امریکايي سناتور او ددغه هېواد د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي مارکو روبیو د بایډن د حکومت نوې پرېکړه د اندېښنې وړ بللې ده.
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي همدا چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي دغه هېواد به یو ځل بیا د خونړیو جګړو پر ډګر بدل شي او په خبره یې افغان حکومت ددې جګړې د مدیریت وړتیا نه لري.
هغه ټینګار کړی چې بې وخته د ټولو امریکایي عسکرو ایستل او د ټرمپ هوکړو ته غاړه اېښودل به د امریکا او نړۍ لپاره خطرناکې پایلې ولري.
مارکو د بایډن پر اداره غږ کړی دی چې په دغه ډول حساسو مسایلو کې له دقت کار واخلي او په بېړه پرېکړه کول به یې د ناورین او خونړیو جګړو سبب شي.