طالبان: ترکیه دې د پوځیانو پر ځای ماهرین راولېږي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

طالبانو د ترکیې له لوري د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتنې مسوولیت منلو ته په اشارې ویلي چې دغه هېواد دې د پوځیانو پر ځای د ماهرینو ډله افغانستان ته راولېږي.

اې‌ان‌اې اژانس د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ویلي چې دوی له ترکیې سره دوستانه اړیکې غواړي خو زیاتوي چې دغه هېواد دې د پوځیانو پر ځای انجنیران، ډاکټران، پوهان او سوداګر افغانستان ته راولېږي.

مجاهد څرګنده کړې چې ترکیه یې ورور هېواد دی، خو په تېره شل کلنه جګړه کې د ناټو د یو غړي په توګه د افغانستان په اړه د دغه هېواد دریځ مناسب نه دی.

هغه یو ځل بیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د نه منلو وړ بللی او ټینګار یې کړی دی چې دوی د کابل د هوایي ډګر او نورو ډیپلوماټیکو ادارو خوندیتوب ته ژمن دي او دا چاره د افغانستان مسوولیت دی.

دوی داسې مهال دا څرکندونې کوي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې هېواد یې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د ساتنې په اړه امریکا ته وړاندیز کړی دی او له یاد هېواد سره یې د امکاناتو د ورکړې په اړه خبرې پیل کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته دوی غواړي چې د کابل هوایي ډګر امنیت وساتي خو طالبان یې دا کار اشغال بولي.

اردوغان ټینګار کړی دی چې غواړي له طالبانو سره په دې اړه خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې، طالبان چې له امریکا سره یې مذاکرات کړي دي، نو باید له ترکیې سره هم په ارامه خبرې وکړي.

د ویلو ده چې دوه ورځې وړاندې هم رویټرز اژانس د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له قوله د طالبانو وروستي خبرداري ته په اشارې ویلي چې د طالبانو چلند مناسب نه دی.

هغه څرګنده کړې چې یو مسلمان سره د بل مسلمان د مقابلې خبره مناسبه خبره نه ده.

نوموړي ویلي، طالبان باید د خپلو وروڼو د خاورې اشغال ته د پای ټکی کېږدي او نړیوالو ته وښیي چې په افغانستان کې سوله قایمه ده.

اردوغان ټینګار کړی دی چې، ده د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل هوایي ډګر د امنیت وړاندیز ورکړی دی او اوسمهال دوی د دغه ډګر د امنیت په اړه له امریکا سره په خبرو بوخت دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي