طالبان: امریکا د هوکړې په ماتولو سره موږ ته د مقابلې لار خلاصه کړه

رنګین تجريدي ډیزاین

طالبانو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په غبرګون کې ویلي چې امریکا د دوحې هوکړه تر پښو لاندې کړې ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا د نورو تېروتنو ترڅنګ د ځواکونو د ایستلو مسئله هم په میاشتو ځنډنۍ کړې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې امریکا په دې سرغړونو سره نړۍ ته وښوده چې دوی د باور وړ نه دي.

طالبانو دغه راز ټینګار کړی دی چې امریکا شوې هوکړه تر لس ځلې ډېره نقض کړې ده، دا چاره طالب جنګیالیو ته د هر ډول اقدام لار پرانېزي او د بدو عواقبو پړه به یې هم د امریکایي لوري پر غاړه وي.

طالبان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بايډن له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د اېستلو پرېکړه اعلان کړه.

بايډن وايي:« د القاعدې مشر لس کاله وړاندې ووژل شو او وخت د دې راغلی چې خپل سرتېري بېرته امریکا ته راستانه شي.»

هغه وویل چې د امريکايي ځواکونو وتل د مې مياشتې په لومړۍ نېټې پيليږي او د سپټمبر ۱۱مې نېټې پورې به ټول امريکايي سرتېري له افغانستانه ووځي.

بايډن ټينګار وکړ چې د سرتېرو له اېستلو وروسته به هم افغانستان سره خپلو بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکوي.

د یادونې ده چې روسیې هم د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر وروستۍ پرېکړه غبرګون ښودلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د دوحې له هوکړې سره سم باید تر مې میاشتې امریکایي ځواکونه له افغانستان وتلي وی، خو دا چې امریکایي ځواکونه به په سپټمبر کې له افغانستان وځي د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده.

روسي چارواکو ویلي امریکایي ځواکونه باید د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان وتلي وای، خو اوس یې چې د دوحې هوکړه نقض کړې ددې احتمال شته چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شې.

روسیې تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و، چې امریکایي ځواکونه دې د مې تر لومړۍ نېټې پورې له افغانستان ووځي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي