وروسته تر هغه چې امریکا وویل چې د طالبانو له لوري په تازه کابینه کې یو شمېر کسان د امریکا په تورو لیستونو کې دي، طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا دا دریځ ناسم بللی دی او زیاته کړې یې ده چې د امریکا دا دریځ د دوحې له تړون څخه ښکاره سرغړونه ده.
طالبانو ویلي چې د امریکا دا ډول دریځ د امریکا او افغانستان پر زیان دی او دوی غواړي چې متحده ایالات خپل ناسم دریځونه پر ډیپلوماټیکه راشه درشه بدل کړي.
طالبانو د حقاني کورنۍ خپله نه جلا کېدونکې برخه بللې ده او په خبره یې حقاني کوم جلا نوم او تشکیلات نه لري.
اعلامیه کې وړاندې راغلي چې د دوحې تړون کې بې له کومې استثنا د طالبانو ټول مسوولین له امریکا سره د تعامل یوه برخه وه چې باید د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه ایستل شوي وای او دا غوښتنه اوس هم پر خپل ځای ده.
په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزیر جنرال لوید اسټین ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي القاعده ډله یو ځل بیا په افغانستان کې خپلې ریښې وغځوي.
هغه چې فارس خلیج ته په څلور ورځني سفر تللی و نن یې په کویټ کې خبریالانو ته ویلي چې امریکا په افغانستان کې د القاعده ډلې د بیا فعالیدو ګواښ ته متوجه ده او د له منځه وړلو لپاره یې کافي چمتووالی لري.
نوموړي زیاته کړې چې دوی طالبان هم دې موضوع ته متوجه کړې دي.
د هغه په خبره، دوی هیله لري چې طالبان هم دا مسئله جدي ونیسي او په همدې توګه خپل ځان او امریکا د دغې ډلې له شره وساتي.
په همدې حال کې پولټیکو نشریې د نوموړي له قوله ویلي چې امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښ مخنیوي لپاره هم تدابیر لري او د هوا له لارې به د دغې ډلې پر ضد خپل بریدونه ترسره کوي خو دا چې څه ډول به معلومات راټولېږي تر اوسه پورې یې په اړه کومه طرحه نه ده جوړه کړې.