طالبانو د ملکي تلفاتو په هکله د ملګرو ملتونو (یوناما) راپور بې اساسه وباله.
د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سه شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د یوناما په راپور کې یو ځل بیا سلیقوي چلند شوی دی او د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین پکې پټ شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې دوی د غلطو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی دا راپور ردوي او له یوناما څخه غواړي چې د ملکي تلفاتو د اصلي عاملینو په افشا کولو سره د یادو مرګ ژوبلو دقیقه څیړنه وکړي او له دغې بشري موضوع څخه سیاسي استفاده ونه کړي.
د یادونې ده چې نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما تازه په افغانستان کې د ملکي وګړو د مصونیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی دی.
په کابل کې د یونما د دفتر مشرې دبیرا لاینز زیاته کړې، د دې راپور له خپرولو یې موخه دا ده، چې د جګړې ښکېل لوري د ملکي وګړو ساتنې ته متوجه کړي.
د دیبرا لاینز په وینا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ختمولو لپاره ان یوه ورځ هم فرصت ده او باید ضایع نه شي.
د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې په ۲۰۲۰ز کال کې د تېر ۲۰۱۹ز کال په پرتله ملکي تلفات ۳۰ سلنه راکم شوي دي، خو ملګري ملتونه بیا هم له ښکېلو اړخونو غواړي چې ژر تر ژره جګړې ختمې کړي، د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوی وکړي او روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي.
په راپور کې ویل شوي په ۲۰۲۰ کې ټولټال ۸۸۲۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ډلې یې ۳۰۳۵ تنه وژل شوي او ۵۷۸۵ تنه نور ټپیان شوی دي.
یوناما د یادو تلفاتو د ۴۶ سلنې مسؤلیت پر وسله والو طالبانو، ۸ سلنې مسؤلیت پر داعش ډلې او ۲۲ سلنې مسؤلیت پر افغان سرتیرو ور اچولی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ زیاته کړې، د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې خبریالان، مدني فعالان، بشري فعالان او د امنیتي سرتیرو د کورنۍ غړي په هدفي بریدونو کې په نښه شوي دي.