د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وایي چې ملګري ملتونه دې د پاکستان او طالبانو په لاس د امونیم نایتریت او نورو چاودېدونکو توکو په پایله کې پر بشري ضد جنایتونو سترګې نه پټوي.
صالح په تازه ټویټ پیغامونو کې ویلي چې طالبانو د پاکستان لخوا د ورکړل شوي امونیم نایتریت او نورو چاودیدونکو توکو څخه په ګټه اخیستنې سره په پراخه کچه د سړک غاړې او نورو ماینونو کارولو ته د نظامي او ملکي هدف تر منځ له توپیر پرته مخه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبان هغه امونیم نایتریت کاروي چې یوازې په نظامي کچه استعمالېږي.
صالح په ټینګار سره ویلي چې، د دې وژونکو وسلو په پايله کې رامنځ ته کیدونکي ملکي تلفات بشر ضد جنایت دی.
هغه پر ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې په دې اړه دې خپل غږ اوچت کړي.
Using ammonium nitrate & military grade explosives supplied by Pakistan the Taliban have resorted to mass production & use of IED's & pressure plates indiscriminately. The civilian toll of this deadly weapons is simply crime against humanity. @UNAMAnews & @UN please say it loud
— Amrullah Saleh (@AmrullahSaleh2) April 25, 2021