صالح: د افغانستان په جګړه کې د پاکستان پوځ طالبانو ته لارښوونې کوي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح یو ځل بیا پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان د ستر درستیز ځانګړې هستې د افغانستان په جګړه کې دغې ډلې ته لارښوونې کوي.

صالح نن په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې طالبان درې ډلې لري.

صالح زیاته کړې، چې د طالبانو “اصلي او روزل شوي ځواکونه” د پاکستان له اردو سره مستقیمې اړیکې لري.

د هغه په وینا، “لومړۍ برخه روزل شوي ځواکونه دي چې په مستقیمه توګه د پاکستان د ستر درستیز د هستو له لوري ورته په پېښور، کويټې او نورو سیمو کې لارښوونې کیږي د اړیکو اوزارو او د ګوګل نقشو کار ډېر اسانه کړی دی”.

صالح دغه راز ویلي چې د طالبانو نور جنګیالي د نظامي کمېسیون تر نوم لاندې په افغانستان کې فعالیت کوي او “له خلکو څخه د باج له اخیستلو پرته” په جګړه کې هېڅ رول نه لري.

نوموړي دغه راز زباته کړې هغه تجهیزات او وسلې چې په اوس وخت کې افغان ځواکونه لري له هغو خورا پرمختللې دي چې “پاکستان طالبانو ته ورکړې دي.”

صالح ټینګار کړی که طالبان لا زیاتې سیمې هم ونیسي خو په افغانستان کې د دغې ډلې حاکمیت ناممکنه دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ وروسته تر هغه چې طالبانو مسکو ته د سفر پر مهال د افغانستان پر ۸۵ سلنه خاوره د کنټرول ادعا وکړه، د پاکستان پوځ وایي چې د طالبانو دا ادعا سمه نه ده.

د پاکستاني پوځ ویاند بابر افتخار ویلي چې پر ۸۵ فیصده خاوره د طالبانو د کنټرول ادعا یوازې مبالغه ده.

هغه دغه راز د افغان کشالې پر سوله ییز حل ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی د افغان سولې برخه کې پام وړ هڅه کړې ده او له دې وروسته هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

بابر افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په اشارې څرګنده کړې چې دوی د افغان سولې خبرو کې د منځګړي رول لوبولی دی نه د ضمانت کوونکي.

هغه ویلي چې که چېرته طالبان په راتلونکې واک ته رسېږي نو دا به د افغانانو خپله پرېکړه وي نه له بهره ورباندې تپل شوې پرېکړه.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي