شاهزاده فيلېپ، د برېټانيا د دويمې ملکې الېزابت خاوند، پرون جمعه د ويندزور په مانۍ کې ساه ورکړه.
نوموړى څه موده وړاندې په يوه احتياطي ګام کې د لندن په اووم شاه ادوارډ شخصي روغتون کې بستر شو.
٩٩ کلن ادينبرو لږه ستړيا لرله، خو ناروغۍ يې د کوويډ-١٩ ناروغۍ سره کومه اړیکه نه لرله.
د ملکې الزابت چې ٩٤ کلنه ده، روغتيا یې ښه او د وينزر په ماڼۍ کې اوسېږي. دغه سلطنتي جوړه د کورونا وبا د پيل راهيسې په دغه ماڼۍ کې اوسېدل.
ملکې او خاوند يې د جنورۍ په مياشت کې د کورونا وايروس لومړى دوز واکسين هم زرق کړ.
دوک ادينبرو د ملکې له خوا د هغې د “قدرت او پايښت” په سمبول ستايل کېده. د کورونا وبا با وجود يې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکاوه او په بېلابېلو مراسمو کې يې ګډون کاوه.
د برېټانيا د سلطنتي کورنۍ دا غړى په کل ١٩٢١م کې د يونان په کورفوى جزيره کې نړۍ ته سترګې وغړولې. مور يې آليس بتنبرګ ډنمارکۍ شهزادګۍ او پلار يې” اندرو” د يونان شهزاده وو. د ماشومتوب پړاو يې د سياسي کړکېچونو سره مل ووـ کورنۍ يې په يونان کې د نظامي کودتا وروسته، چې د فيلېپ د تره” کنستانتين” په ماتې پايله ته ورسېده، جلاوطنۍ ته لاړل.
شهزاده فيلېپ په ١٩٢٨م کې انګلستان ته کډه وکړه، چې له خپلوانو سره ژوند وکړي او د چيم پرپ په ښوونځي کې زدهکړې وکړي. تر دې وړاندې يې يو کال د المان په سايله کې زدهکړه وکړه او وروسته يې د موراى شاير په ګورډن اسټون کې نومليکنه وکړه.
وروسته د سلطتني سمندري ځواک سره يو ځاى شو او کله چې د دارټمورټ د سمندري ځواک د پوهنتون زدهکړيال و، د خپلې راتلونکې مېرمنې سره اشنا شوــ شهزادګۍ الېزابت هغه مهال ديارلس کلنه وه. فيلېپ په دويمه نړيواله جکړه کې په مېړانه خدمت وکړ او د ملکې سره يې ملګرتيا ورو ورو په مينه بدله شوه.
دغه سلطنتي جوړې د خپلې رسمي کوژدې څلور مياشتې وروسته، په ١٩٤٧م کې د وسټمينسر په جامع کليسا کې د ګډ ژوند تړون وتاړه.
د واده څخه پنځه کاله وروسته، پنځم جورج د برېټانيا پادشاه د ١٩٥٣م د جنورۍ په دويمه ومړ او ملکه الزابت رسما د برېټانيا د ملکې عنوان خپل او پر تخت کېناستله.
ملکه الزابت او فيلېپ څلور اولادونه لري: چارلز، شاهزاده ولز او اوسنى وليعهد، شهزادګۍ، شهزاده اندرو”دوک يورک” او شهزاده اډوارډ د ساسکس حاکم.
شهزاده فيلېپ د ورزش مينهوال وو او د ګاډۍ ځغلولو د سيالۍ په ترسره کېدلو کې يې مرسته وکړه. نوموړى د ٧٨٠ بېلابېلو سازمانونو، رييس، ملاتړى او غړى وو او د ” ډوک ادينبرو جايزه” د مديره هيٸت رياست يې په غاړه درلود.
فيلېپ د سلطتني کورنۍ په تاريخ کې د ډېر عمر لرونکى کس وو او د برېټانيا د واکمنې سره د واده اوږده موده په خپل نوم ثبت کړه. شاهزاده فيلېپ په ٢٠١٧م له سلطنتي دندو ګوښهوالى وټاکه.