سېف د چېلډرن: نړیوال دې افغانان له ناورین وژغوري

سپینه تجريدي ډیزاین

نړیوال دې په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې لپاره لاس په کار شي.

په کابل کې د ماشومانو د خوندیتوب یا سېف د چیلډرین بنسټ چارواکو رسنیو ته ویلي چې شاوخوا ۱۳ میلیونه ماشومان په افغانستان کې له لوږې او ناوړه وضعیت سره مخ دي، چې باید وژغورل شي.

دغه بنسټ وایي نړیواله ټولنه باید له افغانانو سره مرسته وکړي او دلته دې د بشري ناورین مخنیوی وکړي.

سرچینه همدا راز وایي چې د کرونا وبا، لوږې او ناروغیو له امله پر کلینیکونو د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده، خو روغتیایي مرکزونه امکانات نه لري او کارکوونکو یې له څو میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه دي اخیستي.

دغه بنسټ پر نړیوالو غږ کوي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي