سیګار: د افغانستان په جګړه کې ۳۵۰۰ امریکایانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سپینه تجريدي ډیزاین

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د مرستو د څارنې ادارې یا سيګار د افغانستان په جګړه کې د امريکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه نوي ارقام خپاره کړي دي.

د سيګار ادارې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې ټول ۱۹۱۰ امريکايي سرتيري وژل شوي او زرګونه نور ټپيان شوي دي.

د دې ترڅنګ، ۴۱۵ نور امريکايي سرتيري په طبيعي مرګ په افغانستان کې مړه شوي دي.

سيګار ادارې پرون د افغانستان په جګړه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې ارقام هم خپاره کړل.

دغې ادارې وويل، چې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال له ۶۰ تر ۷۰ زرو پورې افغان ځواکونه وژل شوي دي.

سيګار ويلي وو، چې د افغان ځواکونو د تلفاتو ارقام یې د امریکا د پوځ د لوی درستیز جنرال مارک ميلي له لوري تر لاسه کړي دي.

سرچينې د امريکايي ځواکونو د مرګ ژوبلې د ارقامو د منبع په اړه څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کې د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ د ناندريو بايللو ټاکنو د لومړۍ کلیزې په مناسبت پر خپل ځای ناستي جوبایډن توندې نیوکې کړي دي.

نوموړي په خاصه توګه، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ويستو د هوکړې د عملي کیدو څرنګوالی نقد کړی او د يوې شرمونکې تسلیمۍ په توګه يې يادونه ورڅخه کړې ده.

د ده په وينا، له افغانستان څخه د ځواکونو دا ډول ويستل د طا لبانو پر وړاندې د تسلیمیدو په مانا وه.

ټرمپ ویلي، چې له دا ډول نا مسوولانه وتو او تسليمۍ سره مو، ۸۵ ميليارده ډالره وبايلل او ۱۳ سرتېري مو سخت ټپيان شول.

د ټرمپ اشاره له امریکا څخه په افغانستان کې د پاتې وسلو او تجهيزاتو بیې ته ده، چې ويل کيږي تر ۸۵ ميليارده ډالرو ارزښت لري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي