![Untitled-1 په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت](https://yaraan.com/wp-content/uploads/2024/05/Untitled-1-1-678x381.jpeg)
د سره صلیب ادارې په افغانستان کې د مخ په خرابیدونکي بشري وضعیت او د مرستو له کمښت څخه خبرداری ورکړی دی.
د سره صلیب نړيوال فدراسیون د اسيا څانګې هم د اړمنو افغانانو د وضعیت په اړه انديښنه ښودلې ده.
دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ويلي چې د سره صلیب ټيمونو خلکو سره خپلې روغتیايي او حمایتي مرستې نه دې درولي، خو اکثره کورنۍ د را روان ساړه ژمي په میاشتو کې کافي اندازه خوړو، د ډیرو ابتدايي توکو د رانیولو له پاره پیسو او سرپناه ته لاسرسی نه لري.
دغه انديښنې په داسې حال کې ښودل کيږي چې افغانستان په تیرو دوو لسیزو کې سختو وچکالیو ځپلی او د طالبانو په راتلو سره يې د افغانستان بانک د ميلیارډونو ډالرو په ارزښت شتمنی کنګل شوې ده.
په عین حال کې د سره صلیب نړیوال فدراسیون او د سرې مياشتې ټولنې هم د افغانستان د وضعيت په اړه انديښنه ښودلي.