سیمه ییز قدرتونه: م.م دې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړ کړي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

سیمه ییزو قدرتونو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د مرستندویه هېوادونو یو کنفرانس جوړ کړي.

د راپورونو له مخې د مسکو په غونډه کې راټولو شوو هېوادونو پر ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې د افغانستان پر بیا رغونه فکر وکړي او پر همدې تړاو د مرستندویه هېوادونو یو کنفرانس راوبولي.

دوی وایي د افغانستان د ابادۍ لپاره باید ډېرې پیسې هغه هېوادونه ورکړي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په دغه هېواد کې نظامي حضور درلود او جګړې یې کړې دي.

د مسکو د غونډې ګډونوالو دغه راز ډاډ ورکړی چې د افغانستان تر څنګ درېږي او له دغه هېواد سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي.

د مسکو غونډه پرون د افغانستان په اړه جوړه شوې وه چې په هغه کې چین، هند، پاکستان، روسیې او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو ګډون کړی و.

امریکا یې د خپل نه ګډون لامل لوجستیکي ستونزې ښوودلې وې.

د یادونې ده چې په دغه غونډه کې چین یلي په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ له نوي حکومت سره ګډ کار ته ادامه ورکوي.

د مسکو په غونډه کې د چین استازي په خپلو خبرو کې ویلي چې د سیمې هېوادونه باید د دایمي ثبات او امن راوستلو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

دده په وینا له افغانستان سره په مرسته ټولې سیمې ته امن او ثبات راتللی شي.

هغه همدا راز پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په وروستیو کې په افغانستان کې ترسره شوي ښه فعالیتونه او کړنې وستایي او ملاتړ یې وکړي.

چین یو ځل بیا ویلي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، خو ددې تمه لري چې په دغه هېواد کې دایمي سوله او ثبات رامنځ ته شي.

د چین استازي دغه راز ویلي چې افغانانو ته باید په خپل هېواد کې په خپله خوښه د حکومت جوړولو اجازه ورکړل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي