سلام ضعیف: طالبان به نظامي کسان بیرته خپلو دندو ته راوغواړي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د پاشل شوي افغان امنیتي ځواکونو د بېرته رغولو او را غوښتلو شونتیا شتون لري.

سلام ضعیف وايي، د يو هېواد لپاره د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو شتون اړين دى او طالبان ورسره ستونزه نه لري.

هغه وویل د پاشل شوي افغان ځواک ټول معلومات شته او دا د يو مملکت لپاره ضروري ده چې امنیتي ځواکونه ولري.

د ده په خبره طالبانو چې ملکي مامورين خپلو دندو ته راوبلل نو د نظامي ځواکونو بېرته رغولو سره ستونزه نه لري.

سلام ضعیف دغه راز وايي، چې د پنجشير د ستونزې د سوله ييز حل لپاره هڅې روانې دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر نږدې درې سوه زره و او امریکا او متحدانو د هغوى په روزنه او سمبالنه تر يو تريليون زيات ډالر لګولي وو.

خو کله چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره يکشنبه له افغانستانه ووت په کابل کې ټولو امنیتي ځواکونو خپلې وسلې طالبانو ته وسپارلې او دغه ځواکونه خپلو کورونو ته واستول شول.

وړمه ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خبري ناسته کې د ملي امنیتي ځواکونو او ملي بيرغ په اړه وویل چې راتلونکى جوړېدونکى نظام به په دې تړاو پرېکړه کوي.

وسله وال طالبان دا مهال د پنجشير ولايت پرته په ټول افغانستان ولکه لري خو هلته د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح او د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود زوى احمد مسعود د دوى پر ضد د جګړې اعلان کړى او مسعود تازه له امریکا وغوښتل چې د جګړې لپاره ورسره مرسته وکړي

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي