په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

نجات مفتاح په سعودي عربستان کې د لومړنۍ ښځینه اکټرې په توګه څرګنده شوه

تیر یو کال په سعودي عربستان کې په کلتوري برخه کې ددې هیواد د ښځو لپاره له بدلونونو ډک و. نژدې دوه میاشتې وړاندې د سعودي په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ښځو د موسیقۍ کنسرټ جوړ شو، او دا دی اوس په دې هیواد کې د لومړي ځل لپاره یوي سعودي نجلۍ په تیاتر کې د لوبیدو چانس تر لاسه کړ.
نجاب مفتاح د معلوماتي ټیکنالوژۍ محصله ده، چې د لومړي ځل لپاره په سعودي کې د تیاتر په یوې ډرامې راڅرګنده شوه.
د ” امپراتور ژوند“ په نوم د تیاتر دا ډرامه د جمعې په ورځ په هغه سالون کې نندارې ته وړاندې شوه چې ښځې او سړي په کې په ګډه د تیاتر نندارې ته راټول شوې وو. یو ویشت کلنې نجات د لومړۍ سعودي ښځې په توګه په دې ډرامه کې رول ولوباوه. نوموړې د عظما په نوم د یو منفي کرکټر رول تمثیل کړ.

د الحیات ورځپاڼې د نجات له خولې ویلي دا یې په تیاتر کې د کارکولو لومړۍ تجربه ده او مور او پلار یې که څه هم په سر کې وارخطا و خو ددې ملاتړ یې کړی دی.
نوموړې هیله ښودلې چې سعودي ټولنه به د سټیج په ډرامو کې د ښځو د کارکولو نظریه تایید کړي. نوموړې ویلي” دا کوم ناسم کار نه دی. موږ د هنر تر چتر لاندې کار کوو او ټولنه زموږ نوښت کتلی شي.“
هغه وايي ددې رول لوبولو لپاره یې درې اونۍ تمرین کړی و او په تیاتر کې د لوبیدو لپاره یوه میاشت مخکې انتخاب شوې وه.
نجات وايي یوې ملګرې یې ورته وویل چې په سعودي کې د تیاتر د وړاندې کولو یوه ډله ښځینه اکټرانو ته اړتیا لري، نو دې هم ورته غوښتنلیک واستوه چې له ازموینې وروسته انتخاب شوه.
د تیاتر د هغې ډلې مشر عبدالخالق بن رافع چې نجات ته یې په خپله ډرامه کې ځای ورکړی وايي، د ډرامې کیسه ” ولټ ډیزني “ امریکايي کمپنۍ له خوا د خپور شوي یو فلم کیسه ده، خو دا چې سعودي کې یې وړاندې کوي ځینې صحنې یې ترې ایستلي دي.
ښاغلي بن رافع ویلي دا ډرامه په ۲۰۱۷ م کال په ریاض کې هم وړاندې شوې وه خو هغه مهال په کې د ښځې رول نه و ځای شوی. بلکې دا رول یو نارینه اکټر ترسره کړی و.

په تیر ډیسمبر کې په مرکز ریاض کې د لومړي ځل لپاره د ښځو سندرغاړو کنسرټ جوړ شو چې په کې لبنانۍ سندرغاړې هبة ميشال طوجي‎سندرې وویلي.

سعودي کې د ښځو په وړاندې نوې فرصتونه
په سعودي عربستان کې په تیر کال د ښځو د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونه په برخه کې په ناڅاپي بدلونونه راغلل.
تیر کال د لومړي ځل لپاره په دې هیواد کې ښځو د موټر چلولو اجازه ترلاسه کړه. همدارنګه په تیر ډیسمبر کې په مرکز ریاض کې د لومړي ځل لپاره د ښځو سندرغاړو کنسرټ جوړ شو چې په کې لبنانۍ سندرغاړې هبة ميشال طوجي‎سندرې وویلي.
سعودي کې د ښځو په ژوند کې دا بدلونونه ددې هیواد د حکومت د هغه اصلاحاتي پروګرام له مخې پیل شوي چې په لړ کې به یې تر ۲۰۳۰ م کال پورې په کلتور، موسیقۍ، لوبو، معلوماتي ټیکنالوژۍ او صنعتي برخو کې ښځو ته زیاته ونډه ورکړل شي.
د 2030 م کال پورې د سعودي ددې اصلاحاتي پروګرام په ترڅ کې په سعودي کې سینماګانې هم پرانیستل شوې او تیر کال جنورۍ کې دغلته لومړی فلم خپور شو. د همدې اصلاحاتي پروګرام له مخې نجات مفتاح په تیاتر کې د لومړنۍ سعودي نجلۍ په توګه راڅرګنده شوه.
د سعودي عربستان یو یاد دیني عالم شیخ عبدالله المطلق وايي، ددې هیواد ښځې باید په زور مجبورې نه کړی شي چې په عامه ځایونو کې له سره تر پښو پوښلې اوږده توره چادري ( ابایا ) واغوندي.

سعودي ښځې او توره چادري
د سعودي عربستان یو یاد دیني عالم ویلي، ددې هیواد ښځې باید په زور مجبورې نه کړی شي چې په عامه ځایونو کې له سره تر پښو پوښلې اوږده توره چادري ( ابایا ) واغوندي.
د سعودي عربستان د دیني عالمانو د شورا یو مخکښ غړي شیخ عبدالله المطلق د یو ځايي تلویزون سره په هغه مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه وویل، ”په اسلامي نړۍ کې په سلو کې تر ۹۰ زیاتې ښځې دا توره چادري نه اغوندي، موږ باید خلک په زور اړ نه کړو چې دا اوږدې چادرۍ واغوندي. “
ددې دیني عالم دا څرګندونې د سعودي په ټولنه کې له مثبت او منفي دواړو غبرګونونو سره مخ شوي دي.