ستانکزی: مخالفین دې بېرته وطن ته راشي خو د وزارت خوبونه دې نه ګوري

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزی وایي چې دوی د اوسني حکومت ټولو مخالفینو سره په اړیکه کې دي او غوښتنه ترې کوي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې د تېر حکومت لوړپوړي چارواکي دې بېرته وطن ته راوګرځي خو د وزارت تمه دې نه کوي.

ستانکزي ویلي چې ټول افغانان حق لري په خپل ټاټوبي کې په سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي.

هغه څرګنده کړې، ا.ا له ټولو هغو پخوانیو چارواکو چې دوی یې په خپل وطن کې له اوسېدو منع کړي وو، بېرته وطن ته د راتلو غوښتنه کوي څو له دوی سره په ګډه دا جګړه ځپلی هېواد اباد کړي.

ستانکزي دغه راز ډاډ ورکړی دی چې ډېر ژر به افغانان د یوه ازاد ملت په څېر ځانونه په نړیوال سټېج کې وویني.

په ورته وخت کې د طا لبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له یوې اروپايي رسنۍ سره په تازه څرګندونو کې د بندیزونو د دوام په تړاو نړیوالو ته خبرداری ورکړی دی.

هغه ویلي که په دې حساسو شرایطو کې د نړۍ اقتصادي فشارونه دوام وکړي دلته به د ځینو ترهګرو ډلو د پیاوړتیا سبب شي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې اوسنی ناوړه اقتصادي وضعیت د نړیوالو د فشارونو له امله رامنځ ته شوی چې دا مسئله به د ځینو ترهګرو ډلو د پیاوړتیا سبب شي او خلک به د اقتصادي ستونزو له امله د دوی لیکو ته ور مات شي.

شاهین پر نړیوالو غږ کړی چې ژر تر ژره دې خپل اقتصادي فشارونه ختم کړي او اجازه دې ورکړي چې افغانان خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي او له نړیوالو سره له ښو اړیکو برخمن وي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي