زرغون خوست میله

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

لیکنه: هیلۍ اسد

 

آیا د “اشر” یا ګډ کار په اړه پوهېږئ؟

افغانان له ګڼو ناوړو دودونو سربېره ډېر داسې دودونه هم لري، چې ډېری ځوانان یې اوس د پاتې کېدو یا پرمختګ لپاره هڅې کوي.

رضاکاره کارونه هغه څه دي چې په ژوندیو ټولنو کې ترسره کیږي، د دې کارونو انګېزه تر ډېره حده روغه او د مثبت بدلون شاهده وي.

له نیکه مرغه یو وخت مو د “اشر” یا ګډ کار په نامه غوره دود درلود، چې اوس یې یو څه بڼه بدله شوې خو فکر یې همغسې دوام لري.

تازه بیلګه یې:
په خوست کې د «زرغون خوست» تر نامه لاندې د نيالګيو کېنولو درې ورځنۍ ميله ده، چې نن یې لومړۍ ورځ وه.

د دغه میلې لپاره خوستي ځوانانو له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې کمپاینونه کول او نور ځوانان یې هڅول چې په دغه میله کې برخه واخلي.

نن په دغه میله کې په سلګونو ځوانانو، قومي مشرانو او د دې ولایت حکومتي چارواکو هم برخه اخېستې وه.

 

د دې ولایت د مسوولينو په وينا، چې په دې‌ درې ورځو کې به د‌ دغه ولايت په مختلفو سيمو په ځانګړي ډول د ښار لويديځ لورته د ځوانانو تفريحي غونډۍ پر سر زرګونه ميوه لرونکي او بې میوې کېنول شي.

په سږنۍ میله کې د پام وړ موضوع د پښتو ژبې غوره سندر غاړي نصیب ثاقیب په جادويي غږ د دې میلې ګډون کونکو ته د سندرو زمرمه او ویل وه.

د نيالګيو کېنولو دا ميله هر کال د ولايتي مسوولينو په ځانګړي ډول د ښاروالۍ له خوا تنظیميږي، چې په ترڅ کې يې د دغه ولايت سلګونه ځوانان، مدني فعالان او نور خلک په رضاکارانه ډول ګډون کوي.

د زرغون خوست میله نن د ټولنیزو رسنیو سرټکی و.

ګڼو ځوانانو له دې کار سره یو ځای د خوست او خوستي ځوانانو ستاینې کولې او خوست یې د مینې او سولې سمبول ګڼلو، خو یو شمېر خلک بيا وايي، چې د اوبو د کمښت او سمې نه پاملرنې له امله د‌ دغو زياته برخه وچيږي.

ډېری ځوانانو د دې کار له ستاینې سره یوځای ویلي، چې باید ساتنه یې هم وشي.

زرغون خوست میلې د افغانستان هیلې هم تازه کړې او د ډېرو ځوانانو پام یې ځان ته واړولو…

دغه کار په داسې حال کې ترسره کېږي چې کابل او ګڼ ولایتونه هره ورځ د جنګ د تورو او بدو لمبو ښکار کېږي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.