ریشي کپور پریا پرکاش ته: زموږ په وخت کې چیرته وې؟

رنګین تجريدي ډیزاین

 
یوې مسکا او یو سترګک یوه جینۍ ته یواځې په ۲۴ ساعتونو کې نړیوال شهرت ورکړ. دا جینۍ پریا پرکاش نومیږي، نوموړې ۱۸ کلنه ده او هندي سینما ته تازه راغلې. پریا د سوداګراۍ په برخه کې د کالج محصله ده.
پریا پرکاش په “اور ادار لو” فلم کې کار کوي. هغې د یاد فلم په یوې سندرې “منیکا ملاریا پوي” کې د ښوونځې یو ټولګیوال ته سترګه وهي او د مینې په انداز ورته مسکۍ کیږي. د نجلۍ دې اداکارۍ یوازې په څو ساعتونو کې توپان جوړ کړ او د میلونونو انسانانو پر زړونو یې کوډې وکړې.
په زرګونو کسانو ورته د دوستۍ بلنې ولیږلې، زرګونو نورو په ټویټر او انسټګرام فالو کړه او ګڼو نورو بیا دا ویډو له نورو سره شریکه کړه.
 
661176 rishi 1 ریشي کپور پریا پرکاش ته: زموږ په وخت کې چیرته وې؟
پریا وايي، چې دا ډول اداکارې یوازې د سترګو د وهل یوه هڅه وه او د فلم کومه اساسي برخه نه وه. ددې په وینا، چې ډاریکټر ترې وغوښتل که داسې څه وکړي، چې په زړه پورې وي. نوموړې وايي، نه پوهیده، چې یو سترګک به يې دومره غوغا جوړه کړي.
د پریا پرکاش دې اداکارۍ د نړۍ نوموتي او مشهور کسان هم اغیزمن کړي. د هندي سینما وتلي ستوري ریشي کپور (د رنبیر کپور) پلار د یادې جلۍ د تشویق او ستاینې په پار ټویټ کړئ؛ او لیکلي يې دي:
rishi ریشي کپور پریا پرکاش ته: زموږ په وخت کې چیرته وې؟
“زه د پریا لپاره د پراخ پرمختګ وړاندوینه کوم. هغه ډیره شرمناک، معصومه، حساسه، او شوخه ده. تاسې (پریا) زما په وخت کې نه وۍ. ولې؟ هاهاها”
پریا پرکاش او سني لیوون
Priya Sunny 1 ریشي کپور پریا پرکاش ته: زموږ په وخت کې چیرته وې؟
سني لیوون په بالیووډ کې یوازینې نوم و، چې په ګوکل کې تر ټولو ډيره لټول شوی دی؛ خو پریا پرکاش اوس د سني لیوون دا ریکارډ هم مات کړ او د ګوکل په نړۍ کې تر ټولو ډیره لټول شوې ده.
پریا پرکاش د خپل بې ساري شهرت په اړه خوشاله ده او ویلي يې دي، “نه پوهیږم، دومره لویه خوشالي څنګه ولمانځم. بیخي ډیره خوشاله یم.”
بل پلو په هندوستان کې د مسلمانانو یوې ډلې په پریا پرکاش شکایت کړی، او هغه يې د مسلمانانو د احساس په پارولو تورنه کړې. دا ډلګۍ ادعا کوي، چې ددې دا ډول ویډو، د خلکو د ناسمو احساساتو پاروونکې ده.
د یادونې ده، چې د زیمبابوی سره د افغانستان د څلورمې لوبې د بریا د جشن پر مهال شهزاد محمدي د همدې جینۍ پیښې وکړې او د خپل خوښې اظهار يې له پریا په تقلید وکړ.