روغتیا وزارت: کوواکس افغانستان ته ۱۶میلیونه دوزه واکسین ورکوي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د عامې روغتیا وزارت ویلي، د واکسین برابرولو نړیوال بنسټ “کوواکس” د روغتیا نړیوال سازمان تر نظر لاندې افغانستان ته د ۱۶ میلیونه دوزه کرونا ضد واکسین ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي د کوواکس دې مرسته شوي واکسین لومړنۍ جوپې کې به یو اعشاریه درې میلیونه ډوزه وي.

د یاد وزارت په خبره، د کرونا پر ضد د واکسین لپاره یې لومړیتوبونه ټاکلي دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا لومړی به روغتیايي کارکوونکو، بیا امنیتي ځواکونو او خبریالانو ته ترلاسه شوی واکسین ورکړي.

په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا ویروس له جوړېدو او خلکو ته له ورکولو میاشتې تېرېږي، خو په افغانستان کې لا هم دا بهیر نه دی پیل شوی.

افغانستان تېره یکشنبه د کرونا ضد واکسین ترلاسه کړ، چې د هند له خوا د ۵۰۰ زره دوزه ژمنه شوې مرستې یوه برخه وه.

څو ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي وه، چې د هندوستان له‌خوا د کرونا ضد پنځه لکه دوزه واکسین کابل ته راورسېدل.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري زیاته کړې وه، چې دغه واکسین کابل ته له رارسېدو وروسته ترڅو چې د روغتیا نړیوال سازمان له‌خوا تایید شوې نه وي تر هغه به یې په افغانستان کې تطبیق نه کړي.

یاد وزارت زیاته کړې وه چې دغه واکسین به په لومړیو کې روغتیایي کارکوونکو ته ورکړل شي، وروسته به ښوونکو او هغه کسانو ته ورکول کېږي چې په زندانونو او لیلیو کې شپې سبا کوي، او همدا ډول به یې له ۵۰ کلونو پورته عمر لرونکو کسانو ته دغه واکسین ورکړل شي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي