روغتیا وزارت په مشروط ډول د تعلیمي او تحصیلي مراکزو د پرانیستل کېدو خبر ورکړی

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

روغتیا وزارت په مشروط ډول د لوی اختر له څلورمې ورځې وروسته د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت په خبره، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت سره په همغږي یې د تعلیمي او تحصیلي مراکزو د پرانیستې طرحه چمتو کړې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په هغه صورت کې چې د کرونا وبا مثبتې پېښې مخ په ځوړ وي، اړونده مراکزو د کرونا وبا واکسین په بشپړ ډول تطبیق کړي وي، روغتیایي سپارښتنو ته په جدي پاملرنې کولی شي خپل حضوري درسونه د لوی اختر له څلورمې ورځې وروسته په تدریجي ډول پیل کړي.

په همدې حال کې یاد وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۲۲۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه، په همدې موده کې پر یاد ویروس اخته ۸۴ تنه مړه شوي هم دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر یو ۱۳۱ زره او ۵۸۶ ته او د مړه شویو هغه بیا ۵ زره او ۵۶۱ ته لوړ شوی دی.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي