روسیه وایي دوی د یوه با ثباته او سوله ییز افغانستان هیله لري.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه مرکه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات او سولې د راتګ غوښتونکي دي.
دده په وینا روسیه هڅه کوي په څنګ کې یې داسې یو افغانستان رامنځ ته شي چې د هېڅ ګاونډي او یا بل هېواد لپاره خطر جوړ نه کړي.
کابلوف ویلي روسیه په تمامه مانا هڅه کوي چې په افغانستان کې د جګړو په ختمولو کې رغنده رول ولوبوي او په افغانستان کې پرمختګ او ثبات ته لار پرانیزي.
هغه یو ځل بیا ټينګار کړی چې د افغانستان نوی حکومت باید له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي او دوی ته اجازه ور نه کړي چې په افغانستان کې فعالیتونه ترسره کړي.
په ورته وخت کې امریکا او هند په افغانستان کې د ګډو ګټو پر تامین ټینګار کړی دی.
د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په پلازمینه نوي ډهلي کې یې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجيټ ډول او نورو هندي چارواکو سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د دواړو لورو ترمنځ خبرې شوې دي او ټينګار شوی چې هند او امریکا به په افغانستان کې د ګډو ګټو د ساتلو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
دوی همدا راز د افغانستان په اړه په خپلو کې د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی او امریکا هند په سیمه کې خپل باوري متحد یاد کړی.
هندي لوري هم ډاډ ورکړی چې دوی په سیمه کې د ثبات لپاره له امریکا سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.